اېف بي آر د ټېكس ګوشوارو جمع كولو نېټه د روان كال تر 30 اپرېل پراخا كړه

image

اسلام آباد ۔ 31 مارچ (اے پی پی) فېډرل بورډ آف ريونيو (اېف بی آر) د اتوار په ورځ د ټېكس ګوشوارو جمع كولو نېټه د روان كال تر 30 اپرېل پراخا كړې ده۔ د اېف بي آر لخوا د اتوار په ورځ د جاري كړې شوي پريس ريليز ترمخه کمپنیو، انفرادی او اېسوسی اېشن آف پرسنز لپاره ټېكس كال 2018 ء لپاره د ګوشوارو جمع كولو تاريخ كښې د اپرېل تر 30 مې نېټې پراختيا وركړې شوې ده۔ اېف بی آر د بېلو تجارتي تنظيمونو او د ټېكس نه ادا كوؤنكو غوښتنه نظر كښې نيولو سره د ګوشوارو جمع كولو په نېټه كښې د پراختيا كولو پرېكړه كړې ده۔ اېف بی آر داسې ټولو وګړو ته هدايت كړې دې كومو چې خپلې ګوشوارې جمع كړې نه دي چې هغوي دې آسانۍ څخه ګټه پورته كړي۔ بيان كښې دا هم وئيلي شوي دي چې څوك تر ټاكلې شوې مودې خپلې ګوشوارې جمع نه كړي نو په ضد به ئې د بشپړې تږلارې ترسېوري لاندې كارروائي كولې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں