د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په موقع اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره شريك خبري كنفرنس ته وېنا

image
APP81-23 NEW YORK: September 23 - Prime Minister Imran Khan meeting with US President Donald J. Trump on the sidelines of UNGA Session. APP

نيويارك 23 ستمبر (اے پي پي) د امريكې اولس مشر د وزيراعظم عمران خان سيمه ايز امن او پرمختګ له سياسي بصيرت او ښه كردار ستائېلو سره د كشمير پھ مسئله د پاكستان او هند ترمينځه يو ځل بيا د ثالثۍ وړاندېز كړی۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 74مې غونډې په موقع اولس مشر ډونلډ ټرمپ د وزيراعظم عمران خان سره شريك خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ووئيل د وزيراعظم عمران خان او هندي وزيراعظم نريندر مودي سره ښې اړيكې لرم۔ده ووئيل كشمير يوه كړكېچنه مسئله ده٬كه دواړه هېوادونه اوغواړي نو په دې كښې ثالثي كولې شم٬زه غواړم او چمتو هم يو۔دا مسئله د ډېرې مودې راهسې راروانه ده كه دواړه هېوادونه اوغوړي نو زه داسې كولو لپاره چمتو يم۔په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزو په اړه د يوې پوښتنې پھ ځواب ډونلډ ټرمپ ووئيل مونږ غواړو چې د ټولو سره ښه سلوك وكړی شي۔ده هيله څرګنده كړه چې پاكستان او هند به د كشمير مسئله په ګډه حل كړي۔ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان سره د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې په مهال زما ملاقات كول غوښتل ځكه چې عمران خان سيمه ايز پرمختګ له كردار ترسره كول غواړي۔په هوسټن كښې تېره ورځ اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې د هندي وزيراعظم جارحانه بيان حواله وركولو سره ده ووئيل زه په پاكستان او وزيراعظم عمران خان باور لرم ځكه چې هغه د سيمې پرمختګ لپاره كار كول غواړي۔د افغانستان په اړه ده ووئيل د طالبانو سره خبرو اترو او د افغانستان پھ صورتحال او سيمه ايز امن له د وزيراعظم عمران خان سره ما د خيالاتو خرګندونه كړې۔ده ووئيل مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريك تجارت په زياتولو هم خبرې كړې۔وزيراعظم عمران خان په امريكائي اولس مشر زور راورو چې د هند د اړخه د ثالثۍ وړاندېز مسترد كولو نه پس هغه د كشمير په شخړه خپل كردار ترسره كړي۔ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې انساني الميه راپېدا شوې٬ډونلډ ټرمپ د يو قوي هېواد اولس مشر په حېث دغه اور وژلې شي ۔ ده ووئېل افغانستان كښې امن د وخت حاجت او د پاكستان په ګټه دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا حساب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں