حکومت د سي پېك منصوبو په وخت بشپړولو له عزم لري

image
APP23-20 ISLAMABAD: November 20 - Foreign Minister Makhdoom Shah Mahmood Hussain Qureshi addressing at international conference on Belt and Road Initiative in the Changing Regional Dynamics at Institute of Strategic Studies (ISSI). APP photo by Saleem Rana

اسلام آباد 20 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي زمونږ حكومت د پاك چين اقتصادي لارې منصوبو په وخت بشپړولو له عزم لري٬ بېلټ اېنډ روډ منصوبه په شپږو كالو كښې د اقتصادي مرستې او د عالمګيريت يوازني عنصر په توګه رامخې ته شوې٬ د توان او انفراسټركچر منصوبې معيشت لپاره ګټورې ثابتې شوې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ په انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز كښې د بېلټ اېنډ روډ په سر خط نړيوال كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز، د چين سفارت او د پاور چائنه ستائنه وكړه چا چې په دې مهمه موضوع د پاكستان او چين پوهان او تهنك ټېنكس دې كنفرنس ته رابللي دي ۔ د دې نه وړاندې د انسټيټيوټ آف ستراتېژك سټډيز ډائرېكټر جنرل د بېلټ اېنډ روډ منصوبې خدوخال په غوره ډول وړاندې كړل۔ ده ووئيل په بدله شوې نړيواله اقتصادي وضعه كښې د دې منصوبو اهميت زيات شوې ٬ خارجه وزارت يوازې د رامخې ته ناوړه چېلنجونو لاره نه شي نيولې٬ پكښې د پوهانو او تھنك ټينکس مشاورت ته حاجت وي۔ ده فارن سروس اكېډېمۍ لپاره د نوي بلډنګ په وړاندېز د چين د سفير مننه وكړه۔ ده ووئيل مونږ فارن سروس اكېډېمي نوې ودانۍ ته د منتقل كولو حوښي لرو او ان شآء الله دا كار به كوٶ۔ خارجه وزير ووئيل په كال 2013 كښې پېل شوې بېلټ اېنډ روډ منصوبه په شپږو كالو كښې د اقتصادي مرستې او عالمګيريت د يوازني عنصر په توګه رامخې ته شوې ٬ ضرورت د دې خبرې دے چې د دې منصوبې اهميت٬ د تعمير او پرمختګ په منصوبو كښې د اقتصادي مرستې افاديت رامخې ته كړې شي۔ده ووئېل د دې منصوبې په ډول بلې منصوبې ته تر اوسه دومره عالمګير شهرت نه دې ترلاسه شوې كومه چې د آسياء اروپاﺀ او افريقائي منطقې د 4 اربه انسانانو شريك پرمختګ خواږه لري۔ ده ووېيل د اوسنۍ سټډيز څخه معلومه شوې چې د دې منصوبې بشپړېدو سره به يوازې د مواصلات په څانګه كښې بلها ګټې ترلاسه شي۔ده ووئېل د نړيوال بانك شمېرو له مخې د بي آر آئي بشپړېدو سره به د سفر وخت 12 فيصده كم شي ٬ په تجارتي حجم كښې به 2.7 نه تر 9.7 فيصده اضافه ٬ د انكم شرح به 3.4 فيصده زياته او د لكهونو په شمېر خلق به د غربت نه خلاصولو له مرسته ترلاسه شي۔ ده ووئيل دا مهال مونږ څلورو لويو چېلنجونو سره مخ يو چې پكښې د چين امريكې اقتصادي مسابقت په خاص توګه د تجارت پحقله معاملې كومې چې معاشي استحكام په منفي توګه متاثره كوي٬ په دوېم لمبر د ايران او امريكې اړې ګړې دے چې منطقه ورسره په معاشي او د امن په اړه د عدم استحكام سوب جوړېدېشي٬ په درېم لمبر د افغانستان وضعه ده كه دا مسئله هواره نه كړې شوه نو دې سر

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں