اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي)د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله د پنجاب نه پس په سندھ كښې تر ټولو زيات مرګونه رېكارډ شوي۔په ټول هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله 39 مرګونه شوي چې پكښې 17 كسان په وينټيليټرز موجود وو۔د نېشنل كمانډ اينډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د 3 زره 262 كسانو د كووېډ 19 ټېسټ مثبت راغلے ٬د هېواد په لويو ښارونو كښې په وينټيليټرز د كووېډ 19 رنځورانو تناسب لحاظ سره په ملتان كښې 15 فيصد٬ پېښور كښې 18 فيصد٬ لاهور كښې 20 فيصد او اسلام آباد كښې 34 فيصد رنځوران موجود دي۔د تېرو 24 ساعتو په مهال د كووېډ 19 د 49 زره 412 كسانو ټېسټونه شوي چې پكښې په سندھ كښې 16 زره 975 ٬ پنجاب كښې 18 زره 432 ٬ خېبرپښتونخوا كښې 7 زره 802 ٬په اسلام آباد كشې 2 زره 390 ٬ بلوچستان كښې 2 زره 393 ٬ ګلګت بلتستان كښې 727 ٬ آزاد كشمير كښې 639 ټېسټونه شامل دي۔تراوسه په ټول هېواد كښې د كووېډ 19 څخه د ښه شوو كسانو شمېره 9 لكه 28 زره 722 ته رسېدلې۔تراوسه په هېواد كښې د كورونا وائرس په نتيجه كښې 23 زره 87 كسان په حق رسېدلي۔په هېواد كښې تراوسه 1 كروړ 57 لكه 66 زره 473 ټېسټونه شوي او په ټول هېواد كښې د كووېډ علاج لپاره په 639 روغتونونو كښې 3 زره 104 رنځوران داخل دي۔