اسلام آباد30جولائي (اے پي پي) پاکستان د هند د خارجه وزارت لخوا په دې ورستيو كښې د آزاد جمو و کشمير انتخاباتو پحقله ناسم ٬ بې لارې كوٶنكې او د ځان نه په جوړ كړې شوې بيان او د هند شرمناك احتجاج بېخي رد كړے دے٬ په دې لړ كښې د هند ناظم الامور د كشمير كشالې پحقله د پاكستان د واضح دريځ نه د خبرولو په غرص د جمعې په ورځ خارجه دفتر ته رابللو سره د هند شرمناك احتجام په بشپړه توګه رد كړې۔ وياند ووئيل هند دا حقيقت پټولې نشي چې ھغه د جمو و کشمير په يوه خاص برخه په غېر قانوني توګه قابض دے٬ په مقبوضه کشمير كښې خپلې قبضې ته دوام وركولو لپاره هند د تېرو اووو لسيزو راهسې او په خاص توګه د پنځم اګست كال دوه زره نورلسم نه پس په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو سنګين خلاف ورزۍ كوي او د آزاد جمو و کشمير اولس په آزادانه توګه د انتخابي عمل د ثمراتو نه مستفيد كېږي بلخوا د هند د غېر قانوني تسلط له مخې د بې ګناه كشميريانو وينه بهېږي۔ وياند ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه د جمو و كشمير شخړه د كال 1948م د سلامتي كونسل په اېجنډا كښې شامله ده ٬ دا په نړيواله كچه منلې شوې شخړه ده٬ د هندي واكمنو لخوا د سلامتي كونسل د پاسدارۍ او په دې د عملدرامد پحقله پاکستان٬ نورو رياستونو او د جمو و كشمير اولس سره د شوې يو شمېر لوظونو باوجود هند تر ننه د خپلو لوظونو پاسداري نه كوي