وزيراعظم د صنعتونو پاكستان ته د منتقلۍ په اړه د چين او پاكستان كمپنو ترمينځه د جوائنټ وينچر پروژې منظوري وركړه

image

اسلام آباد 26جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين صنعتونو پاكستان ته منتقلۍ په اړه د چين او پاكستان كمپنو ترمينځه د جوائنټ وينچر پروژې منظوري وركولو سره وئېلي دي په پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ودې ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي ٬حكومت د سوداګرو او سرمايه كارو لپاره كاروبار دوست ماحول وركولو لپاره هر ممكن اقدامات كوي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د سرمايه كارۍ بورډ چارو مهمه غونډه د شورو په ورځ وشوه ۔په دې موقع وزيراعظم د خپلې چين دورې په مهال شينزين كښې پاكستانو او د چينائي كمپنو ترمينځه د مفاهمتي يادښتونو په اړه په پېشرفت د جامع رپورټ وړاندې كولو هدايت وكړو ۔وزيراعظم خاص اقتصادي زونز ون سټاپ شاپ په قانوني مسوده د چين دورې نه پس د شوي پېشرفت په تناظر كښې د نظرثانۍ هدايت كولو سره ووئېل چين څخه ټېكسټائل٬څرمنې٬فټ وئير او نورو صنعتونو پاكستان كښې د ري لوكيشن په اړه ډیر استعداد موجود دے۔غونډې ته د سرمايه كارۍ بورډ سېكرټري لخوا وركړي بريفنګ كښې ووئېل د چين صنعتونو پاكستان كښې د ري لوكېشن په اړه اقدامات كېږي٬د اسلام آباد بزنس فیسلی ټیشن مركز قيام په اړه د چينائي پوهانو خذمات ترلاسه كوي٬د آسان كاروبار ايكټ مسوده به ډېر زر لیجسلیټو کیسز كمېټۍ ته ولېږلې شي۔په غونډه كښې د نجكارۍ او سرمايه كارۍ وفاقي وزير عبدالعليم خان٬د تجارت وفاقي وزير جام كمال خان٬د خزانې او محصولات وفاقي وزير محمد اورنګزېب٬د پیټروليم وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو

مضمون کا ماخذ : jogos de azar no Brasil
متعلقہ مضامین
مزید خبریں