حكومت د فلسطين ٬ كشمير ٬ اسلامو فوبيا مسئلې او په سوشل ميډيا د سپكاوي مواد په اړه د او آئي سي پشمول په هر فورم غږ پورته كړے ٬ پاكستان روانې معاشي وضعې څخه د وتلو بشپړ صلاحيت لري٬ اسحاق ډار

image

اسلام آباد۔27 جون(اے پی پی)نائب وزیر اعظم او خارجه وزیر اسحاق ډار وئيلي دي د امريكې په ايوان نمائندګان كښې د منظور كړے شوي قراردار په اړه خارجه دفتر خپل غبرګون ښودلے٬ په قامي اسمبلۍ كښې به هم د بجټ منظورېدو څخه وروستو په دې اړه قرارداد رامخې ته كړؤ٬ د پاك ايران ګاز منصوبې پشمول د خارجه پالېسۍ په اړه ايوان ته بريفنګ وركولو له چمتؤ يؤ٬ حكومت د فلسطين ٬ كشمير ٬ اسلامو فوبيا مسئلې او په سوشل ميډيا د شان اقدس په اړه د سپكاوي مواد په حقله د او آئي سي په شمول په هر فورم غږ پورته كړے ٬ پاکستان د روانې اقتصادي وضعې څخه د وتلو بشپړ صلاحيت لري ٬ په دې به څه موده لګي او مونږ به د دې صورتحال څخه بهر شوو۔ د زيارت په ورځ په قامي اسمبلۍ كښی د خارجه وزارت په مطالبات زر د اپوزيشن د كمي په تحريكونو بحث راغونډولو كښې ده ووئيل د كمي كولو تحريكونو مقصد هم دا وي چې په موضوع بحث وكړے شي۔ ده ووئيل د غړو لخوا دا وړاندېز خوشبينه ګڼؤ چې د خارجه پالېسۍ په اړه دې يو جلا سېشن وي٬ مونږ د خارجه پالېسۍ په اړه بريفنګ وركولو له چمتؤ يؤ۔ ده ووئيل تېره ورځ خارجه دفتر د امريكې په ايوان نمائندګان كښې د منظور شوي قرارداد په اړه خپل عبرګون ښودلے۔ د بجټ منظورۍ څخه وروستو به مونږ هم د دې قرارداد په اړه يو قرارداد رامخې ته كوؤ۔ ده ووئيل په بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو له په آئين كښې د كېدونكي بدلون به ملاتړ كوؤ۔ مونږ هغوي ته د ووټ حق وركول غواړؤ۔ ده ووئيل دا خبره سمه نه ده چې حكومت د فلسيطن په اړه هېڅ نه دي كړې ، د وزیراعظم شهباز شریف حکومت د فلسطين مسئلې به اړه فعاله كردار ترسره كړے ، ده ووئېل په دې اړه زمونږ دريځ او عزم ښكاره دے چې په فلسطين كښې څه هم روان دي مونږ ئۍ بشپړ مخالفت كوؤ ٬ په دې لړ كښې مونږ په ګېمبيا كښی شوې غونډه كښې په مړانه د اسرائيلي جارحيت غندنه كړې او غوښتنه مو كړې چې دا جنګ دے بند كړے شي۔ ده ووئيل فلسطینيانو لپاره د خوراك رسولو كښې دې ولاړ خنډان لرې كړې شي٬ القدس الشريف بايد د فلسطين پايه تخت وي۔ ده ووئيل په استنبول كښی شوې غونډه كښې پاكستان خپل بشپړ كردار ترسره كړے۔ په عمان كښې د 65 هېوادونو سرمشريزه غونډه وشوه په كومه كښې چې د وزيراعظم په هدايت ما د پاكستان نمائندګي وكړه۔ پاكستان څخه مو د 2400 مبټرک ټن خوراک او د مرستې سامان د اردن د لارې د لېږلو پرېكړه وكړه۔ ده ووئيل د كشمير په اړه هم مونږ د او آئي سي په غونډه كښې خپل غږ پورته كړے په كوم كښې چې دوست هېوادونو زمونږ مرسته كړې۔ ده ووئيل د او آئي سي په غونډه كښې مونږ د نبي پاك (ص) په شان اقدس كښې د سپكاوي خاكو په اړه هم غږ پورته كړے او غوښتنه مو كړې چې سوشل ميډيا څخه دې دا ډول د سپكاوي مواد لرې كړې شي۔۔ ده ووئيل دا خبره سمه نه ده چې پاكستان تنهائې سره مخ كېدو پلو روان دے٬ زمونږ خارجه پالېسي په سم لوري روانه ده ٬ پاكستان دوو كلونو لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل غړے ټاكلے شوے ٬ چين زمونږ په زړه پورے ګاونډي هېواد او ملګرے دے۔ ده ووئيل په تېرو څو كلونو كښې سي پېك منصوبه ځنډ سره مخ پاتې شوې۔ وزيراعظم شهباز شريف دا منصوبه بحالولو له خپل بشپړ كردار ترسره كړو بلكې اوس دا منصوبه اپ ګرېډ كولې شي۔ ده ووئېل د چين حكومت په دې وروستيو كښې د اعلی كچې خپل يو پلاوې پاكستان ته راولېږلو۔ ده ووئيل دا ټول هغه اړخونو دي د كومو د لارې چې مونږ پاكستان مخ په وړاندې بوتلل غواړؤ۔ ده ووئيل دا خبره هم سمه نه ده چې په بشام كښې د وژلے شوو چينائي وركرانو كورنيو ته 27 ملين ډالر ادا كړې شوي بلكې د پاكستان لخوا يواځې دوه نيم ملين ډالره ادا كړې شوي۔ ده ووئيل مونږ غواړو چې افغانستان مضبوط وي ٬ مونږ افغانستان سره په رابطه كښې يؤ۔ په دې لړ كښې په راروانو څو اوونيو كښې يو درې اړخيزه سمټ كيږي په كوم كښې چې پاكستان ٬ افغانستان او قطر ګډون كوي۔ د پاك ايران ګاز پائپ لائن په اړه د پورته كړو اعتراضونو ځواب كښې ده ووئيل په دې لړ كښې خنډ امريكائي بندېزونه دي٬ د پټروليم وزارت په دې معامله هم ايوان ته بريفنګ وركولو له چمتؤ دے۔ اسحاق ډار ووئيل په كرغزستان كښې د پاكستانو زده كوؤنكو د وژلے كېدو جعلي پوسټونه په سوشل ميډيا لګولې شوي ٬ دا ډول پوسټونه دې بند كړے شي ٬ د حقيقت په ضد دا ډول خبرې بايد ونه كړې شي۔ ده ووئيل كله څخه چې ما د خارجه وزارت قلمدان سنبال كړے زما دريځ دا دے چې د روايتي ډپلومېسۍ په ځاے به اكنامك ډپلومېسي مخ په وړاندې بوځؤ۔ ده ووئيل په پاكستان كښې د 10 ټريلين وسائل موجود دي۔ ده ووئيل په تېر وخت كښې د پاكستان د دېواليه كېدو خبرې روانې وې خو زمونږ حكومت هېواد دې صورتحال څخه ويستلو له د 10 ٬ 12 كلونو په ځاے يواځې په درې نيمو كلونو كښې د هېواد معيشت مستحكم كړو۔ پاكستان اوس دې صورتحال څخه د وتلو صلاحيت لري ٬ ده ووئېل زمونږ وژن ښكاره دے٬ څه وخت به لګي ٬ كه پاك پروردګار ته منظور وي دې صورتحال څخه به بهر شوو۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na mega sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں