اسلام آباد 16 ستمبر (اے پي پي)د استحکام پاکستان پارټي صدر او د نجکارۍ، سرمايه کارۍ بورډ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان وئيلي نن بايد په صحيح معنو كښې شريك اتحاد، ميني ، ورورولۍ او د رسول ﷺ د اطاعت عهد وكړو۔د 12ربيع الاول په موقع د قام په نامه د مباركۍ په خپل پيغام كښې ده د محبوب خدا ﷺ په ولادت باسعادت ټولو مسلمانانو له مباركي وركولو سره ووئيل نن په حقيقي معنو كښې د خوشحالۍهغه ورځ ده په كومه ورځ چې محبوب خدا ﷺ نړۍ ته تشريف راژړې كوم چې د هر مسلمان لپاره د عزت او تکريم او خوشحالي ده۔ د سرمايه کارۍ بورډ د اړخه جاري شوې بيان كښې وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل په دې كښې هيڅ شك نشته چې آنحضور ﷺ هغه محسن انسانيت دې د كوم اسوه حسنه چې زمونږ ټولو لپاره بشپړه ضابطه حيات او د لارې مشعل دے، د حضرت محمد ﷺ په وجه د کائنات تخليق شوې څوك چې د دواړو جهانونو لپاره رحمت جوړيدو سره تشريف راوړلې۔ده ووئيل د رسول اکرم ﷺ سره والهانه مينه زمونږ د عبادات د روح او ژوندون حقيقي تعارف دے،د حضرت محمد ﷺ ولادت با سعادت د لوے څښتن هغه نعمت دے د كوم چې څومره هم شکر ادا کړو كم دے۔ وفاقي وزير عبدالعليم خان ووئيل زمونږ خوږ نبي ﷺ 1400 كاله وړاندې په هغه اصولو ژوند تير كړې د كوم چې څه متبادل نه شي كيدے،بايد نن مونږ د هغه په ښودلې شوي لاره تللو د هڅو لوظ وكړو