سپریم کورټ اعلیٰ عدالت دې په هر امر به ئې عملدرآمد كولې شي۔ زما بيان د سپريم كورټ نه بلكې د بېوروكرېسي ځينو عناصرو رويو په اړه وو

image
APP08-31 ISLAMABAD: October 31 - Federal Minister for Information and Broadcasting Chaudhary Fawad Hussain talking to media. APP

اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دي سپریم کورټ اعلیٰ عدالت دې په هر امر به ئې عملدرآمد كولې شي۔ زما بيان د سپريم كورټ نه بلكې د بېوروكرېسي ځينو عناصرو رويو په اړه وو۔ چيف جسټس او د سپريم كورټ قاضيان يو احترام لري۔ د عدالت د سپكاوي سوال هم نه پېدا كېږي۔ ولې دا چې بېورو كرېسي به وفاقي ٬ صوبائي حكومت ٬ وزيراعظم يا اعلی وزير كمزورې كړي امكان نه لري۔ پالېسۍ به وزيراعظم جوړوي ٬ دا به روانې وي او لمخې به ئې هېواد چلېږي۔ آئين او قانون سپريم دے او ددې ترمخه به معاملات مخ په وړاندې ځي۔ د مولانا فضل الرحمن اے پي سي هم بېكاره ثابت شوې۔ خپلې هڅې دې روانې ساتي په راروانو 15 كلونو كښې شايد ده ته د كاميابۍ كوم اميد په نظر راشي۔ حكومت خو لا مستحكم دے ٬ په عمران خان د اولس باور دے۔ د پي ټي آئي حكومت به اولس سره كړې لوظونه پالي۔ د آئي جي اسلام آباد تبادلې په حقله د بيان په نتيجه كښې سپريم كورټ ته وړاندې كېدو نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل سپريم كورټ رابللې ووم۔ د سپريم كوړت پرېكړو په اړه د خوښۍ نا خوښۍ خبره نه وي۔ سپريم كورټ اعلی عدالت دے هغه چې كوم امر كوي هغه به عملي كولې شي۔ كوم رياستونه چې د قانون ترمخه وي دغلته د سپريم كورټ اداره ډېره مهمه وي۔ دغسې پارلېمنټ هم ډېره مهمه اداره ده او څنګه چې چيف جسټس ريماركس وركولو سره وئيلي دي چې حكومت چلول د ټاكلي حكومت كار دے۔ ده ووئيل ما د چيف جسټس وړاندې هم دا مدعا كیښودله چې زما بيان د سپريم كورټ په اړه نه بلكې د بېوروكرېسي ځينو عناصرو رويو په اړه وو۔ چیف جسټس او د سپريم كورټ ججانو يو احترام دے۔ ده ووئيل زه يو وكيل يم ځكه زما يو ذاتي احترام دے۔ د عدالت د سپكاوي سوال هم نه پېدا كېږي۔ ولې دا چې بېورو كرېسي به وفاقي ٬ صوبائي حكومت ٬ وزيراعظم يا اعلی وزير كمزورې كړي امكان نه لري۔ پالېسۍ به وزيراعظم جوړوي ٬ دا به روانې وي او لمخې به ئې هېواد چلېږي۔ آئين او قانون سپريم دے او ددې ترمخه به معاملات مخ په وړاندې ځي۔ ده ووئيل اختيارات د آئين او قانون ترمينځھ وېشلې شوي دي۔ ټولو ته معلومه ده چې د پارلمان اختيار څه دے ٬ د عدليه څه او د حكومت څه۔ چرته چې اختياراتو څخه تجاوز وكړې شي نو قانون ته حق ترلاسه دې چې خپله عملداري وكړي۔ ده ووئيل د پاکستان تحریک انصاف هڅې د آئين ترمخه د حكومت چلولو لپاره دي۔ ده ووئيل مولانا فضل الرحمن ته د ورځې ستوري او د شپې اسرائيلي الوتكې ښكاري۔ دده اے پي سي هم بېكاره ثابت شوې۔ خپلې هڅې دې روانې ساتي په راروانو 15 كلونو كښې شايد ده ته د كاميابۍ كوم اميد په نظر راشي۔ حكومت خو لا مستحكم دے ٬ په عمران خان د اولس باور دے۔ د پي ټي آئي حكومت به اولس سره كړې لوظونه پالي۔ د اعظم سواتي په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل چيف جسټس ريكارډ غوښتلې ۔ او تر كومې چې زه اعظم سواتي پېژنم نو هغه يو معزز او شريف انسان دے۔

مضمون کا ماخذ : bolão dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں