د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره خبرې

image

لاهور 17 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي د اسلام اصل روح رامخې ته كولو په ضرورت ټينګار كولو سره وئيلي دي چې حكومت ناموس رسالت ته د تحفظ وركولو محافظ دے٬ حكومت د تحفظ ناموس رسالت﴿ص﴾ په قانون او په خاص توګه په 295C كښې د كوم ډول ترميم كولو هېڅ اراده نه لري٬ ځينې عناصر د تحفظ ناموس رسالت په نوم سركاري املاكو ته زيان رسوي او خلقو لپاره ستونزې پېدا كوي كومه چې د اسلام د امن پېغام او د سيرت النبي﴿ص﴾ سراسر نفي ده٬ حكومت به د ناموس رسالت او د سپكاوي د قوانينو د غلط استعمال په مخ نيوي كښې موثر كردار ترسره كولو لپاره علماكرامو سره مشاورت كوي٬ علما دې حكومت سره په مرسته كښې دا خبره باوري كړي چې مقدس نظريات په هېواد كښې تنازعات پېدا كولو او امن او امان ته زيان رسولو لپاره نه شي استعمال كېدے٬ سېرت النبي ﴿ص﴾ او اسوه حسنه د خلقو د حقونو او د ټولنې د امن ضمانت وركوي۔ ده دا خبرې د علامه محمد ايوب صفدر په مشرې كښې د ټول پنجاب څخه د مختلف مكاتب فكر نمائندګي كوونكو علماكرامو سره د خبرو په مهال وكړې كومو چې د خالي په ورځ د لاهور په ګورنر هاؤس كښې ده سره ملاقات وكړو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور هم موجود و۔ اولس مشر ووئيل چې په ټول هېواد كښې به د مدرسو او جوماتونو د رجسټرېشن عمل د ملكي قوانينو له مخې په سپېځلي ډول زر ترسره كړے شي۔ علامه ايوب صفدر د علماو د پلاوي لخوا باور وركړو چې علما كرام به پاكستان فلاحي رياست جوړولو او په هېواد كښې امن او امان باوري كولو لپاره حكومت سره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ د پنجاب ګورنر په دې موقع ووئيل چې حكومت به د ناموس رسالت پوره تحفظ كوي۔ د اسرائيل تسليم كولو په اړه په كوم تجويز غور نه كېږي۔ د پنجاب ګورنر ووئيل چې د مولانا سميع الحق شهادت حكومت او اولس لپاره د اندېښنې وړ دے٬ حكومت به د دې پېښې ذمه وار انجام ته رسوي۔ علماكرامو حكومت سره د بشپړه مرستې كولو اعلان وكړو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کی جنگلی سواری۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں