په نوي كال كښې به زمونږ هڅې رنګ راوړي او په پاكستان كښې به د معاشي سفارتكارۍ د لارې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي

image

اسلام آباد 01 جنوري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په نوي كال كښې به زمونږ د شپی او ورځې هڅې رنګ راوړي او په پاكستان كښې به د معاشي سفارتكارۍ د لارې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي ٬كال 2019م به د پاكستان د معاشي استحكام كال ثابت شي۔د نهې په ورځ په هېواد كښې دننه او بهر مېشته پاكستانيانو ته د نوې كال مباركي وركولو سره ده ووئيل 2018م د بدلون كال ؤ او 2019م د هڅو كولو كال دے۔شاه محمود قرېشي ووئيل كال 2019م به په هېواد كښې دننه او بهر مېشته پاكستانيانو لپاره د نوو هيلو او د زيري كال ثابت شي۔ده ووئيل په دې نوي كال كښې به مونږ د خپل ګوند منشور له مخې په منطقه كښې استحكام او امن لپاره خپلو روابطو ته لا وده وركوو۔ده ووئيل د بهر مېشته پاكستانيانو ستونزې به په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي

مضمون کا ماخذ : فنکی پھل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں