د سعودي عربستان ولي عهد پاكستان دورې سره به د سوكالۍ يو نوې باب رقم شي۔ د هېواد په معيشت به مثبت اغېز راشي۔ پير نور الحق قادري

image

اسلام آباد ۔ 17 فروری (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د پاكستان دورې سره به د سوكالۍ يو نوې باب رقم شي۔ سعودي عربستان پاكستان كښې تاريخي سرمايه كاري كوي۔ د اتوار په ورځ يوه مركه كښې ده ووئيل د سعودي ولي عهد دې دورې سره به د هېواد په معيشت مثبت اغېز راشي۔ هيله ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ به د 15 نه تر 16 ارب ډالرو اېم او يو لاس ليك شي۔ ده ووئيل سعودي عربستان او پاكستان خپلو كښې د مذهب ٬ تاريخ او كلتور په ښكلو خپلولو تړلي دي۔ ده ووئيل سعودي عربستان ټول عمري په سخت وخت كښې د پاكستان ملګرتيا كړې ده۔ پاكستان به امن په ځائې كولو او د اسلامي نړۍ ترمينځه يو والي او اتحاد لپاره خپل كردار ترسره كوي۔ وفاقی وزیر ووئيل سعودي عربستان پاكستان كښې تاريخي سرمايه كاري كوي كوم څخه چې دا ثابتېږي چې سعودي عربستان د پاكستان مخلص ملګرې دې

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں