يتي ځواكونو قطبي وزيرستان كښې تېره شپه په پوسته د ترهګرو بريد ناكامه كړو

image

اسلام آباد 27مئی(اے پی پی) په قطبي وزيرستان كښې ترهګرو د شپې په تياره كښې بريد كړے كوم چې امنيتي ځواكونو ناكامه كړے۔ د آئي اېس پي آر ترمخه ترهګرو تېره شپه د وادي شوال مكي ګړھ پوسته په نخښه كړه۔ امنيتي ځواكونو په فعاله ځواب وركولو ترهګر په شا وتمبول۔ د ډزو په تبادله كښې د پاك پوځ مشر يو ځوان شهيد هم شؤ۔ دې څخه وړاندې په خړ كمر پوسته د ترسره شوي بريد څخه وروستو د پېټرولنګ په مهال د بريد ځائې څخه د يو نيم كلوميټر په مسافت بويا نالۍ څخه په ګولو لګېدلې 5 مړي ترلاسه شوي د كومو د پېژندګلۍ عمل چې روان دے

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں