د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد د پارليمان په شريكه غونډه كښې د مقبوضه كشمير په صورتحال وېنا

image

اسلام آباد 07 اګست (اے پي پي) د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان اقتدار ته د راتلو نه پس د كشمير مسئله ژوندې شوې٬د كشمير د مسئلې پريكړه به د كشميريانو د هيلو له مخې كېږي٬د هند اقدام مونږ نه منو٬د هند د تقسيم او بربادۍ او د كشمير آزادي پیل شوې٬چين او تركيې د پاكستان د بشپړ ملاتړ اعلان كړی٬په سفارتي كچه هم اقدامات كولې شي٬بايد د پارليمان په شريكه غونډه كښې متنازعه بيانونه سره شكوك او شبهات پیدا نه كړی شي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د پارليمان شريكې غونډې ته د مقبوضه كشمير په صورتحال د خپلې وېنا په مهال وكړې۔د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد ووئيل بايد مونږ فكر وكړو چې آيا مونږ او اسلامي نړۍ د كشميريانو د هيلو له مخې كار كوو٬كشمير سره د پاكستان رشته ډېره قوي ده٬ده ووئيل چې كشمير به جوړ شي پاكستان نعرې٬مونږ په جنازو كښې هم اورو دغسې كشميريان زمونږ دي او كشمير زمونږ دې۔ده ووئيل چې د ورځپاڼې يو خبر وزيراعظم سره تړلې شوې كوم چې رد كړې شوې۔ده ووئيل چې وزيراعظم د دوه قومي نظريې او د آر اېس اېس په اړه چې كومه خبره كړې اپوزېشن پرې نه دې پوهه شوې٬عمران خان د قوم غږ جوړ شوې او هند يې په ډاګه كړی۔ده ووئيل چې وزيراعظم غونډې ته راروان وو خو اپوزېشن اصرار كولو چې پروډكشن آرډر دې جاري كړی شي٬كشمير د دوي ترجيح نه وه دوي پروډكشن آرډر غوښتلې۔ده ووئيل چې د كشمير پريكړه به د كشميريانو د هيلو له مخې حل كولې شي٬د برهان واني شهادت سره د هند خيال وو چې هغه به د آزادۍ تحريك تر پښو لاندې كړي خو دا تحريك لا قوي شوې۔ده ووئيل چې وزيراعظم خو په خپله وېنا كښې د ټيپو سلطان مثال هم وركړی وو چې هر پاكستان او مسلمان د ټيپو سلطان جوړېدو خواهش لري۔ده ووئيل چې مودي ترهه ګر دې ده په ګجرات كښې د مسلمانانو وينه تويې كړی خو د مسلمانانو قاتل مودي د نواسې په واده كښې دوي راغوښتې وو۔ده ووئيل چې سجن نادال د ويزې نه بغېر پاكستان ته راغلې وو او ځواب يې دا راكړو چې زمونږ ذاتي اړيكې دي۔ده ووئيل چې كشمير سره زمونږ د كلمې رشته ده٬مونږ ته به دا نعره وهل وي چې كشمير به جوړیږي پاكستان

مضمون کا ماخذ : loterias da caixa
متعلقہ مضامین
مزید خبریں