د جمهوری نظام تسلسل او قامی ګټو له پیپلز ګوند عمر له خبرو اترو ته ترجیح وركړې ده۔راجه پر ویز اشرف

image

جوهرآباد 04 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف وئيلي دي چې د جمهوری نظام تسلسل او قامی ګټو لپاره پیپلز ګوند عمر له خبرو اترو ته ترجیح وركړې ده، پیپلز ګوند ګڼي چې د هېواد او قام ګټه ، پرمختګ ٬ سوكالۍ او د ټولو مسئلو حل خبرو اترو كښې دې۔د دې خيالاتو څركندونه ده جوهرآباد كښې د ملك حق نواز جوئیه د اړخه استقبالیي يوي دستوري ته وينا كښې وكړه۔اولسي غونډي ته د سندھ اسمبلۍ پخوانۍ سپيكري شهلا رضا، عبدالحمید دورانی، وفاقی وزیر مملكت تسنیم احمد قریشی، ضلعی صدر خوشاب ډاكټر نعیم صادق پشمول نورو هم خطاب وكړو،راجه پرویز اشرف میډیا سره په خپلو خبرو اترو كښې د 9 مئی پېښي سخته غندنه كولو سره ووئيل هېواد كښې اړي ګړي كونكي او پاك پوځ تنصیبات او قامی ادارو سوزونكي د هيڅ ډول رعایت مستحق نه دي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل قامی چارو كوټلې حل او د اولسي هيلو محور او مركز پارلمان دې،انشا الله د اولس په ووټونو سره به سباؤن كښې پاكستان پیپلز ګوند اقتدار كښې راځي او د وفاقی حكومت سره سره به په صوبائی كچه هم خپل حكومت جوړوي۔ راجه پرویز اشرف ووئيل د پیپلز ګوند په تندۍ سره زياتيدونكې اولسي مقبولیت سره سیاسی مخالفین د ويري ښكار دي،خوشاب پشمول ټول هېواد كښې اولس د بھټو پیپلز ګوند ته راتلل پيل كړي او په سباؤن كښې به قائد بلاول بھټو زرداری وزیراعظم پاكستان وي۔دې نه پس د قامي اسمبلۍ سپيكر د يوي لوئ اولسي لاريون په صورت كښې خوشاب ته راغلو چرته چې هغه لاری اډا خوشاب كښې د پاكستان پیپلز ګوند مركزی الیكشن كمپین دفتر پرانسته هم وكړه۔

مضمون کا ماخذ : resultados loteria Bahia
متعلقہ مضامین
مزید خبریں