خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د عراق پارلماني سپيکر محمد ريکان الحلبوسي سره وليدل

image

بغداد 06 جون (اے پي پي) خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د عراق درې ورځنۍ سركاري دورې په مهال د نهې په ورځ د عراق پارلماني سپيكر محمد ريکان الحلبوسي سره ليدلي۔ د خارجه دفتر له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په ملاقات كښې په دې خبره موافقت وشو چې د پاکستان او عراق ترمېنځه په پارلماني كچه مرسته به د دواړو هېوادونو د ورورولۍ اړيكو لا پياوړتيا سبب وګرځي۔ خارجه وزير ووئيل د پاكستان او عراق د لوړې كچې پارلماني تړون د يو بل تجربو څخه استفاده كولو لپاره اهم دے

مضمون کا ماخذ : لوٹومینیا کے نتیجے میں پچھلے حصے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں