په هېواد كښې زرګونه اربه روپۍ ټيكس غلا كېږي٬يوازې د دوه وزارتونو ګردشي قرضه 4000 ارب روپۍ ده٬ مستقل بدلون لپاره به زيان سره د مخ سركاري ادارو نجكاري كول يا بندول وي۔ د دفاع وزير خواجه محمد آصف

image

اسلام آباد۔ 14جون(اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې په هېواد كښې په زرګونو اربه روپۍ ټېكس غلا كېږي٬ يوازې د دوه وزارتونو ګردشي قرضه 4000 ارب روپۍ ده٬مستقل بدلون لپاره به زيان سره د مخ سركاري ادارو نجكاري كول يا بندول وي٬خليجي هېوادونو كښې كار كونكي پاكستاني كډوال خپل هېواد سره مينه لري٬ هغوي به د عمران خان په وينا ترسيلات زر رالېږل نه بندوي ځكه چې د هغوي مرګ او ژوند دلته دې كوم خلك چې بهرنيو هېوادونو څخه د خپل هېواد په ضد شازشونه كوي هغوي د خپل پلار نيكه مرګ ژوند لپاره دلته راځي او د دې نه پس زمكې خرڅولو سره هغه هېوادنو ته ځي د كومو د وفادارۍ سوګند يې چې پورته كړې٬دې هېواد ته د پېښو رنځونو علاج نړيوالو مالياتي ادارو يا ملګرو هېوادونو سره نشته بلكې زمونږ سره دې٬عدليه هېواد سره د حكم امتناعي په نامه چې څه كوي د هغې دې پخپله احتساب وكړي۔د شورو په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د راروان مالي كال 24-2023 په بجټ بحث كښې برخه اخستلو سره د دفاع وزير خواجه آصف ووئيل په 75 كلونو كښې بنيادي بدلونونو راوستلو لپاره كوم اقدامات نه دي شوې٬موجوده معروضي حالاتو كښې په وفاقي بجټ كښې اولس له د هر ممكن آسانيو وركولو هڅه شوې٬په دې كښې تر څه حد كامياب شوې هم يو۔ده ووئيل د ناممكنه ممكن جوړولو هڅه شوې٬زمونږ د لسيزو معاشي خرابۍ سلسله دې مقام ته رارسېدلې چرته چې عام وګړې ساه هم نه شي اخستې٬يوه داسې طبقه ده كومې ته چې ټول ممكنه وسائل ترلاسه دي٬د سود ادائيګي٬زمونږ د آمدن څخه زياته ده۔ ده ووئيل د دوه ادارو قرض د يو زر ارب روپو څخه زيات دې٬ 86 ارب ررپۍ يوازې په قرض سود وركړې كېږي۔ ده زياته كړه چې په خساره كښې د روانو ادارو زر تر زره نجكاري به بهتر وي۔

مضمون کا ماخذ : لکی لیپریچون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں