شهباز شريف د آزاد کشمير صدر، صوبائي ګورنرز، د اتحادي ګوندونو مشرانو او جنرال ساحر شمشاد مرزا سره ټېلي فوني تماس٬ د لوي اختر مباركي

image

لاهور 29 جون (اے پي پي) شهباز شريف د آزاد کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود چوهدري ، څلورو واړو صوبائي ګورنرز، مولانا فضل الرحمان٬ بلاول بھټوزرداري، خالد حسېن مګسي، ډاکټر خالد مقبول صديقي ،اېمل ولي خان او د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چيئرمېن جنرال ساحرشمشاد مرزا سره ټېلي فوني تماس نيولو سره دوي له د لوي اختر مباركي وركړې۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف آزاد جمو و کشمير صدر بيرسټر سلطان محمود له د ټېلي فون د لارې د اختر مباركي وركولو سره د ھغه لپاره د خېرسګالۍ د جذباتو څرګندونه كړې۔ دواړو مشرانو په مقبوضه جمو و کشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو غندنه كولو سره كشميريانو سره د يوالي څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د آزاد کشمير صدر سره د خبرو په مهال ووئيل چې کشميريانو تر آزادۍ به د پاكستان لخوا هر ډول ممكنه مرسته كوٶ۔ وزيراعظم شهباز شريف د پنجاب، سندھ، خېبرپښتونخوا او بلوچستان ګورانو سره هم ټېلي فوني خبرې كړې او دوي له ئې د لوي اختر مباركي وركول سره د نيكو هيلو څرګندونه كړې ۔ وزيراعظم شهباز شريف په حکمران اتحاد كښې د شامل ګوندونو مشرانو مولانا فضل الرحمن، بلاول بھټوزرداري، خالد حسېن مګسي، ډاکټر خالد مقبول صديقي او ايمل ولي خان سره هم ټېلي فوني خبرې كړې او دوي له ئې د اختر مباركي وركولو سره د د دوي خېريت معلوم كړې۔ وزيراعظم د اتحادي ګوندونو مشرانو سره د هېواد په مجموعي سياسي او معاشي وضعه هم د خيالاتو څرګندونه كولو سره مشران د آئي اېم اېف اېم ډي سره د شوې خبرو نه خبر كړي۔ وزيراعظم شهباز شريف د جوائنټ چيفس آف سټاف کمېټۍ چئيرمېن جنرال ساحرشمشاد مرزا له هم د ټېلي فوني تماس د لارې د لوي اختر مباركي وركړې۔ وزيراعظم په دې موقع د وسله والو ځواكونو د وظيفائي چارو او د عسكري تيارو د چارو پحقله هم د خيالاتو څرګندونه كړې

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں