د معاشي تباهۍ مجرم دے اولس څخه معافي وغواړي٬ كه رب ته منظور وي د جي ايس پي پلس په ضد سازش به هم ډېر زر ناكام شي٬ بلال اظهر كياني

image

اسلام آباد۔8جولائی (اے پی پی) د وزيراعظم د معيشت او توان كوارډينېټر بلال اظهر كياني وئيلي دي چې د معاشي تباهۍ مجرم “خود كشي به وكړم خو آئي اېم اېف ته به لاړ نه شم” ويونكے دے د آئي اېم اېف د لوظنامې ملاتړ احسان كولو په ځايې قام څخه معافي وغواړي۔ كه پاك پروردګار ته منظور وي د جي اېس پي پلس اسټېټس په ضد به هم سازش ډېر زر ناكامه شي۔ د خالي په ورځ د پي ټي آئي لارښود حماد اظهر په ټويټ خپل غبرګون كښې ده ووئيل پي ټي آئي په سختو شرطونو د آئي اېم اېف لوظنامه ماته كړه٬ اقتدار له لاسو تلونكې ليدلو سره يۍ د لوظنامې خلاف ورزي وكړه او هېواد يۍ ډيفالټ كېدو پلو ټېله كړو۔ بيا د آئي اېم اېف لوظنامه بحال كېدل ليدلو سره يۍ خط وليكلو او سازش يۍ وكړو۔ ده ووئيل د فيټف په وخت كښې چې څه شوي وو هغه ټول قام ته معلوم دي۔ موجوده حكومت تېر كال اكتوبر كښې پاكستان د فيټف ګرے لسټ څخه بهر كړو۔ بلال اظهر ووئيل بيا بيا دروغ وئيلو سره څوك پاګل جوړولے كېدے نه شي۔ سهر ماښام په سر ډبې ٬ بالټې او ډسټ بن اېښودلو سره د اېن آر او منتونه د توشه خانې غل كوي

مضمون کا ماخذ : نتیجہ لوٹومینیا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں