د صدر مملکت په ژوب كېنټ كښې د ترهګرو په بريد كښې د شهيد شويو اهلكارو كورنيو سره د ټېلي فون د لارې غمرازي وكړه

image

اسلام آباد 20 جولائي (اے پي پي) ډاکټر عارف علوي د بلوچستان په ژوب كېنټ كښې د ترهګرو په بريد كښې د شهيد شوي اهلكارو محمد يوسف ، فهيم او مقصود كورنيو سره د ټېلي فون د لارې غمرازي كولو سره د شهيدانو او د ھغوي د كورنيو وطن سره د مينې جذبې او ايثار ته سلام وړاندې كړې۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره هېواد لپاره د دوئي د خذماتو ستائنه وكړه۔ صدر مملكت د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا كولو سره غمژنو كورنيو سره د يوالي څرګندونه هم وكړه

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں