اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې پیمرا (ترمیمی) بل 2023 په اړه تير يو كال په مهال د ټولو اسټیك هولډرز سره مشاورت شوې ، ټول اسټیك هولډرز پی ایف یو جے، پی بی اے، ایمنډ، سی پی این ای اور اے پی این ایس آن بورډ اخستلې شوي او د هغوي رائے په بل كښې شامل كړې شوي، د بل په تیارۍ د جوائنټ ایکشن کمېټۍ فعال شرکت د هغوي مننه كوو۔ خپل يو ټويټ كښې دي ووئيل په دې خوشحاله يم چې د قامی اسمبلۍ د اطلاعاتو او خپرونو قائمه کمېټۍ پیمرا (ترمیمی) بل 2023ءمنظور کړې دې،دا بل ما د زيارت په ورځ قامی اسمبلۍ كښې وړاندې كړې ؤ۔د کمېټۍ غړو او زما تريمنځه كوټلي بحث نه پس کمېټۍ بل منظور كړې دې۔ دي ووئيل پیمرا بل له د ټول اسټیك هولډرزلاس ليك سره حتمی شکل وركړې شوي۔دي ووئيل د بل بنیادی مقصد د خبريالانو ښېګړه كول دي او په پاکستان آزاد، ذمه دار او په اخلاقیات اډانه میډیا ماحول فعاله كول دي لكه څنګه چې د ټولي نړۍ جمهوری هېوادونو كښې رائج دې۔دي ووئيل پیمرا (ترمیمی) بل به بيل مهم او پخوانۍ مسئلي او چاري ترسره كړي چې پكښې د پیمرا چیئرمېن اختیارات په اړه د مسئلو پشمول پیمرا اتھارټی او ګيلو کونسل كښې د پی ایف یو جے او پی بی اے نمائندګۍ كمې ، د خبريالانو تنخاګانو وركولو كښې تاخير او مس انفارمیشن او ډس انفارمیشن تعریف شامل دې۔ دي ووئيل د بل نمایاں خصوصیات او د هغي جوړولو لپاره پراخه شراکتی او مشاورتی عمل تفصیلات څخه به پریس کنفرنس كښې خبر كړې شي۔