د پاك چين ترمينځه د سوئېلي آسيا په اړه د ډائرېكټر جنرل په كچه د مشاورت درېم دور

image

اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) د پاكستان او چين ترمينځه د سوئېلي آسيا په اړه د ډائرېكټر جنرل په كچه د مشاورت درېم دور بيجنګ كښې وشو۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د زيارت په ورځ جاري شوي بيان له مخې د خارجه وزارت ډائرېكټر جنرل(سوئېلي آسيا)الياس محمود نظامي د پاكستان پلاوي مشري وكړه او د چين پلاوي مشري ډائرېكټر جنرل(آسيائي چارو) جنسونګ وكړه۔دواړو ډلو ترمينځه سوئيلي آسياﺀ سره په اړوندو مهمو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د بيجنګ دورې په مهال ډائرېكټر جنرل الياس نظامي د خارجه وزير مرستيال نونګ رونګ سره هم ملاقات وكړو۔

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں