آزاد كشمیر او خېبر پښتونخوا كښې 18 كاله وړاندې د زلزلې په صورت كښې يوه لويه پېښه برامخې ته شوي ،88000 كسان مړه ،5 لكهه څخه زيات كورونه تباه شوې

image

اسلام آباد 08 اكتوبر (اے پي پي) د آزاد كشمیر بيلو ضلعو نه علاوه خېبر پښتونخوا ګڼو سيمو كښې نن څخه 18 كاله وړاندې په 8 اكتوبر 2005 سهار په 52 :08 بجے د زلزلے په صورت كښې لويه پېښه رامخې ته شوي،په ریكټر سكیل د دې زلزلې شدت 7.6 ؤ چې له امله ئې آزاد كشمیر بيلي ضلعو نه علاوه د خېبر پښتونخوا ګڼي سيمي ځپلې شوي۔د دې زلزلې نه پس په سمدستي توګه اثرات 30 لكهه كسان بے كوره شوي او ابتدائي اندزې له مخې 88000 كسان مړه شوې۔ كے پی د بلاكوټ ښكلې ښار كوم چې د دریائے كنهار په غاړه دې،په بشپړه توګه تباه شوې،ځينې سكولونه په بشپړه توګه په آدهيره كښې بدل شوي۔دغسې آزاد كشمیر كښې مظفر آباد نه تر باغ، راولا كوټ او ځينې نورو سيمو كښې د تباهۍ داسې مناظر ؤ كوم چې د كتلو وړ نهؤ۔د يوې اندازے له مخې 12000 زدكونكې او 1500 څخه زيات استاذان په دې پېښه كښې شهيدان شوي،5 لكهه څخه زيات كورونه تباه شوې دغسې نور انفراسټركچر ته هم زيان رسيدلې۔

مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں