د كورنيو چارو نګران وزير ډاکټر ګوهر اعجاز سره وفاقي داخله سېكرټري ٬ د اسلام آباد چيف كمشنر او آئي جي پي وليدل

image

اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د داخله چارو نګران وفاقي وزير ډاکټر ګوهر اعجاز سره داخله وفاقي سېكرټري آفتاب اکبر دراني، د اسلام آباد چيف کمشنر انوارالحق او آئي جي ډاکټر اکبر ناصر خان ليدلي۔ د داخله وزارت وياند له مخې داخله وزير په دې مهال ووئيل په ‏اسلام آباد كښې وګړو ته ښه او سوله ايز ژوند لپاره پوليس او ضلعي انتظاميه دې بشپړ كردار ولوبوي۔ ده ووئيل په يوټيليټي اسټورز كښې موجود ټول توكې دې اتوار بازار ته هم وركړے شي٬ كارخانه دار دې د خپل لګښت په بيعه خوراكي توكې وركړي۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال د اسلام آباد ضلعي انتظاميه ووئيل په اسلام آباد كښې د درې ورځني ارزان بازار پنځه ورځې په كولو غور روان دے نو په دې نګران وفاقي وزير انتظاميې ته امر وكړو چې په اسلام آباد كښې دې نور ارزان بازارونه هم ولګولې شي۔ د بريفنګ په مهال ووئيل شول په روغتونونو كښې د صحت اسانۍ زر تر زره د ښه كولو منصوبه بندي روانه ده٬ داخله وزير ووئيل د ټولو تهاڼو د رنګ روغن او جوړولو كار زر تر زره بشپړ كړئ دغسې چې وګړو ته په ښه ماحول كښې انصاف وركول ممكن كړے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی چانسز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں