اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو يوازنې حل يو موټې كېدو كښې دې٬ د پاكستان او سعودي اړيكې وخت تېرېدو سره قوي كېږي

image

اسلام آباد 25 ستمبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د اسلامي نړۍ امن ٬ اتحاد او پرمختګ لپاره يو موټې كېدو ته اړتيا ده دغسې چې د كشمير او فلسطين غوندې مسئلې هوارې كړې شي او د پرمختګ او سوكالۍ خوب رښتيا شي۔ ده دا خبرې د سعودي قامي ورځې په موقع دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ صادق سنجراني ووئيل اسلامي نړۍ ته د رامخې ته مسئلو يوازې حل په يو موټې كېدو كښې دې٬ د پاكستان او سعودي اړيكې وخت تېرېدو سره قوي كېږي۔ ده ووئيل دا ورځ مونږ له د ملګرتيا او مرستې د رشتو د تجديد موقع راكوي۔ ده ووئيل وخت راغلې چې مونږ د خپلو تاريخي رشتو او اړيكو پرمختګ لپاره تجارتي٬ دفاعي او نورو څانګو كښې پراختيا وركړو۔ صادق سنجراني د پاکستان پارلمان او اولس لخوا د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز٬ ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان ٬ پاكستان كښې د سفير او اولس ته مباركي هم وركړه

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں