پېنډې 14 اکتوبر (اے پي پي) په پاكستان ملټري اكېډمي كاكول كښې د 136م لانګ كورس٬ د 36م ګرېجواېټ كورس٬ د 29م ټېكنيكل ګرېجواېټ كورس او د 55م انټي ګرېېټډ كورس پاسنګ آؤټ پ??ېډ وشو۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې په پاس آؤټ شويو كېډټس كښې د سعودي عرب٬ فلسطين٬ تركمانستان او د لېبيا كېډټس هم شامل دي۔ د برتانيې د پوځ چيف آف جنرل سټاف جنرال سرنكولس پېټرك كارټر په دې موقع خاص مېلمه و۔ خاص مېلمه د پ??ېډ جاج واخستو۔ اعزاز ت??لاسه كوونكو كېډټس ته ئې انعامونه وركړل او پ??ېډ ته ئې وېنا وكړه۔ په دې موقع د پاكستان ملټري اكېډمې كاكول كمانډنټ م??جر جنرل جنرال عبدالله ډوګر ٬ د وسله والو ځواكونو سينئر و ريټاټرډ افسران او د پاس آؤټ كېډټس د كورنيو غړي او خپلوان هم په لويه شمېره موجود وو۔