اسلام آباد 22 ن??مبر (اے پی پی) د پلاننګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز وئېلي دي د حكومت كاميابو پالېسو څخه شرح نمو 8 فيصده ته راغلې ده ٬د امن په وض??ه او لوډشېډنګ قابو موندلې كېږي٬حالات د ښه والي پلو روان دي۔ده د نهې پھ ورځ نېشنل لېنكوېج اف ماډرن لېنګوېج (نمل) پوهنتون كښې د اكنامكس څانكې د سيوري لاندې پھ (ايمرجنګ اكنامك اېشوز او په پیښو چېلنجونو) سرخط قامي كنفرنس ته د مشر مېلمه په حېث خطاب كولو۔سرتاج عزيز ووئيل د اوسني حكومت كامي??به پالېسو په وجه شرح نمو پينځه فيصد ته راغلې كومه چې لويه كاميابي ده۔ده ووئيل د امن وض??ه او لوډشېډنګ د هېواد معيشت ته لويې زيان رسولې خو اوس حالات پرله پسې ښه كېږي۔نړيوالې ادارې هم د پاكستان د معيشت مثبتې اشارې ښائي٬د دې نه وړاندې د نمل رېكټر ميجر جنرل(ر)ضياﺀالدين نجم مشر مېلمه ته هركلے اووئې۔په كنفرنس كښې د بېلو پوهنتونونو 8 ريسرچ ارټيكل وړاندې كړی شول۔په دې مهال ډاكټر وقار مسعود٬ډين ډاكټر ناهيد ضياﺀ خان ٬ رجسټرار او نور د فيكلټۍ غړي او طالبعلمانو ګډون كولو۔د كنفرنس د ??خر?? ناستې خاص مېلمه د قامي اسمبلۍ غړے اسد عمر ؤ