اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) قامي تاريخ او د ادبي ورثې ډويژن لپ??ره د وزيراعظم مرستيال عرفان صديقي وئيلي دي پاكستان اټا??ك انرجي كمېشن د هېواد دفاع سره سره د طب او صحت په څانګه كښې هم مهم خذمات ترسره كوي۔ د كېنسر په ډول په موذي مرضونو اخته كسانو ??ه د نوري او كمېشن 18 كېنسر روغتونونو خذمات د قدر وړ دي۔ دا خبره ده د كېنسر نړيوالې ورځې په لړ كښې د خالي په ورځ په نوري روغتون اسلام آباد كښې شوې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ عرفان صدیقی ووئيل كېنسر يو موذي او د انسان ژوند وړونكې رنځ دے د كوم لپ??ره چې په وخت تشخيص او ددې درملنې ضروري دي۔ ده ووئيل د دې ډول مرضونو څخه اولس خبرولو له بايد ميډيا او سول سوسائتي خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل دا مهال د كېنسر 80 فیصد رنځوران د نوري او د كمېشن نورو روغتونونو څخه استفاده كوي۔ ده ووئيل حكومت دداسې ادارو هره ممكنه سرپرستي كوي او په سركاري سېكټر كښې د معياري روغتونونو په يو بشپړ پروګرام كار روان دے۔ په دې مهال ده نوري روغتون كښې بستر كوچنيانو او نورو كسانو ??ه د يو كتابتون جوړولو اعلان وكړو كوم ته به چې كتابونه وزارت وركوي۔ دستورې ته د پاکستان اټامک انرجی کمېشن غړي مېجر جنرل(ر) منیراحمد سلهریا هم خطاب وكړو