اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی و??يل?? دي چې الحمدالله تاپی منصوبه په يو حقیقت كښې بدلېږي او دا يوه تاریخی موقع ده كومه چې د سيمې هېوادونو د اړيكو عكاسي كوي، تاپی ګاز پائپ لائن منصوبې سره به د سيمې هېوادونو د سړك ٬ ریل ٬??جل?? ٬ ګاز ٬ آئی ټی پشمول نورو بيلو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي، د په امن بحالۍ ٬ معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته وشي ٬سی پیك به د سيمې هېوادونو شريكو رابطو ته وده وركړي، د ګوادر بندر څخه د اقتصادی هلو ځلو په نتيجه كښې به د مينځنې اسيا رابطې زياتولې شي، د سی پیك ترمخه د موټرویز جوړولو سره به د سړك د لارې د رابطو په نتيجه كښې سيمه كښې معاشی پرمختګ كښې مرسته و??ي۔ وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د تركمانستان څخه د افغانستان د لارې پاكستا?? او هند له د ګاز وركولو لپاره د پائپ لائن غزولو منصوبې (تاپی) ، د برېښنا ترسیل او آپټكس پروژو افتتاح په موقع د جمعې پھ ورځ د تركمانستان سرحت آباد ښار كښې دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل تركمانستان ٬افغانستان ٬ پاكستا?? او هند د تاپی منصوبې شراكت دار دي او د تركمانستا?? اولس مشر قربان علی بردی محمدوف وژن سره تاپی ګاز پائپ لائن منصوبه د انرجی او كمیونیكېشن كوریډور جوړ شوے چې ورسره به د سيمې هېوادونو سړك٬ ریل ٬برېښنا ٬ ګیس ٬ آئی ټی پشمول په نورو څانګو كښې شريكې رابطې زياتې شي او سيمه كښې د ام?? او امان بحالی او معاشی او اقتصادی پرمختګ كښې به مرسته و??ي۔ ده ووئيل تاپی منصوبې سره به د پاكستان د توان حاجت پوره كيدو كښې مرسته وشي۔