لاهور??11 مارچ(اے پی پی ) د تجارت وفاقي وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) لاهور صدر محمد پروېز ملك وئيلي دي چې د حكومت د زياتې خوارۍ په سوب د توان په ستونزه ??ابو موندلې شوې۔ لوډشېډنګ اوس پخوانۍ قيصه جوړه شوې۔ پخوانو حكمرانو د برېښنا منصوبو له زباني جمع خرچ كړې او ددوئي د مجرمانه غفلت په سوب لوډشېډنګ ډېر زيات شوې وو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده خپل دفتر كښې عهدېدارو او كارمندانو ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په كال 2013 ?? كښې چې مو كله اقتدار ترلاسه كړو نو اولس د 20 ٬ 20 ساعتونو لوډشېډنګ عذاب سره مخ وو۔ موجودہ حکومت د توان منصوبې په ريكارډ موده كښې ترسره كړي او د پاكستان په 70 كلن تاريخ كښې ئې نوې مثال جوړ كړې او په دې منصوبو كښې د اربونو روپو قامي وسائل بچ كړې شوي دي۔ ده ووئيل د كال 2018 په ټاكنو كښې به د دروغو ٬ منافقت او تورونو لګولو سياست ختم شي۔ ده وئيل د ن لیګ د پرمختيائي كارونو څخه د وېرېدونكو مخالفينو اتحاد جوړېږي او ماتېږي۔ د هېواد سياست نواز شريف څخه تاويږي۔ دده په سوب د
يو بل مخ ته نه كتونكي يوځائې ناستې ته مجبور دي۔ عمران خان د څلورو كلونو څخه ژاړي او هم دغسې به ژاړي۔ مزرې چې څومره څومره مخ په وړاندې ځي دده ژړا به زياتېږي۔