اسلام آباد۔ 29 مئی(اے پی پی) د جے يو آئي (ف) د قامي اسمبلۍ غړې آسيه ناصر د سړي سر شمېرې عبوري نتيجو كښې د اقليتونو آبادۍ په كم ښكاره كولو د تحفظاتو څرګندونه كولو سره غوښتنه كړې چې په اسمبليو كښی دې د اقليتونو نمائندګي زياته كړې شي۔ د نهې په ورځ ق??مي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته آسيه ناصر ووئيل د سړي سر شمېر عبوري نتيجو ترمخه د مسېحي ورورولۍ آبادي كمه ښودلې شوې۔ مونږ په دې تحفظات لرو۔ دې ووئيل سياسي ګوندونه بايد د ز??م او بردبارۍ څرګندونه وكړي۔ دې ووئيل په درېم ځل اقتدار په امناكه ډول منتقل كېدونكې دې دا عمل خوشبين دے۔ دې ووئيل ?? اسمبلۍ غړو ته بايد امنتيت وركړې شي ګني زمونږ د وسلو لائسنسونه دې بحال كړې شي۔ په دې مهال آسيه ناصر د سپيكر كردار وستائلو۔ سپیکر ووئيل مسيحي ورورولي هم پاكستانيان دي?? ده ووئيل 5 كاله زه ?? اسمبلۍ غړو برداشت كړم په دې زه ددوئي مننه كوم۔ شازیھ مری ووئيل سيالكوټ كښې د احمدي كميونټي په عبادت خانه د بريد غندنه كوم۔ اقليتونو ته د آئين ترمخه د تحفظ ضمانت وركړې شوې۔ دې ووئيل ټول اقليتونه پاكستانيان دي او مونږ ټولو له بايد يو ډول عزت وركړو۔