اسلام آباد 28 جون (اے پي پي) لنډ مهاله ??زی??اعظم جسټس (ر) ناصر الملك د نجکارۍ عمل اړوندو ادارو د ملازمانو د حقونو او د جائزو مفاداتو تحفظ د نجكارۍ د عمل مهم اړخ ګرځولې دے ٬ د نجكارۍ د هرې لوظنامې شرائط باوري ??ول?? حكومت لپاره مهم دي٬ په دې لړ كښې د تېر وخت د تجربو نه ز??ه كړه او د نجكارۍ عمل لا ښه والې له بايد د ټول عمل تجزيه وكړې شي۔ وزيراعظم دا خبرې په وزيراعظم دفتر كښې د نجكارۍ كمېسون پحقله د بريفنګ مشرۍ په مهال كړې۔ د نجكارۍ سې??تر عرفان علي، د ??زی??اعظم دوهم سې??تر ډاكټر کاظم نیاز او لوړ پوري چارواكي هم په دې موقع موجود وٶ۔ د نجكارۍ سې??تر د كمېسون د مېنډېټ او كاركردګۍ پحقله تفصيلي پرېزنټېشن ور??ول?? سره ووئيل د كال 1991 نه پس په مجموعي توګه د 172 ادارو نجكاري شوې او دغې څخه 678.9 اربه روپۍ آمدن تر لاسه شوې۔ ??زی??اعظم ته ووئيل شول نجكاري د ټولو حكومتونو په اېجنډا كښې شامل وه۔ د نجكارۍ سې??تر وزيراعظم د پاكستان سټیل ملز، د پاکستان انټرنېشنل اېئرلائنز او د كراچۍ الېكټرك سپلائي كارپورېشن د نجكارۍ په عمل كښې د پېشرفت نه خبر كړو۔ ??زی??اعظم ووئيل د ملازمانو د حقونو او د جائزو مفاداتو تحفظ د نجكارۍ د عمل مهم اړخ دے او دې ته بايد ترجيح وركړې شي۔ ده ووئيل د نجكارۍ د هرې لوظنامې شرائط باوري كول حكومت لپاره مهم دي۔ لنډ مهاله وزيراعظم د نجكارۍ كمېسون ته امر وكړو چې په دې لړ كښې د تېر وخت د تجربو نه ز??ه كړه او د نجكارۍ عمل ښه والې له بايد د ټول عمل تجزيه وكړې شي۔