نيويارك 30 جون (اے پي پي) پاكستان د انسانيت په ضد د جرائمو مخ نيوي٬ د وګړو تحفظ په نړيوالو ذمه وا??و ترسره كولو كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ??وه مخي ??عي??ر د ناخوښې څرګندونه كړې۔ په نړيواله اداره كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي په 193 كسيزه عمومي اسمبلۍ كښې د انسانيت په ضد د جرائمو مخ نيوي او د وګړو د تحفظ د نړيوالو ذمه وارو په اړه په بحث كښې برخه واخسته۔ په دې موقع په خپله وېنا كښې پاكستانې استازې ووئيل چې د خپلې خوښې د كاروائې په نتيجه كښې په مقبوضه جمو او كشمير كښې د نړيوالې ټولنې په وړاندې د كشميريانو قتل روان دے۔ هغې په دې لړ كښې د غزه حواله هم وركړه چرته چې نړيواله ټولنه د نړيوالو اقدارو په پاسدارې كښې پاتې راغلې او د غزه په مېدان كښې د فلسطينيانو وينې توي ك??ې شوې او بې شمېره مېرمنې او ماشومان شهيدان ك??ې شول او د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل د خاموش تماش بين كردار ترسره كړو۔ پاكستانې استازې ووئيل چې د خپلې خوښې او ??وه مخې ??عي??ر دې پرېښودل شي او يو ډول ??عي??ر دې خپل ك??ې شي او د دې جرائمو د مخ نيوي مهمه ذمه واري دې په اجتماعي توګه پوره ك??ې شي۔ هغې د سلامتي كونسل لخوا په كېدو??كو ځينې كارروائيو هم نيوكه وكړه۔