اسلام آباد 17 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات ٬ خپرونو ا?? انرژۍ وفاقي وزير سیّد علي ظفر وئيلي دي د پاكستان او جرمن د تجدید وړ انرژۍ فورم څخه به د ګرين انرژۍ شته استعداد څخه ګټه پورته كولو له د پاكستان هلو ځلو ته وده ترلاسه شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پاكستان او ا??مان ترمېنځه د پاك جرمن د تجديد وړ انرژۍ فورم جوړولو لپاره د تفاهم په يادښت د لاسليك كولو ستورې ته وېنا كښې وكړه۔ په دستوره د المان سفير مارټن کوبلر او د پاور ډويژن سېكتر رضوان مېمن هم موجود ٶ۔ سید علي ظفر ووئيل دا فورم د تجديد وړ انرژۍ به د توان صورتحال ښه كولو ٬ م??رف كوٶنكو ته رسنه زياتولو ا?? پاكستان او ا??مان كښې توان ته د ودې وركولو سوب جوړ شي۔ ده ووئيل دا فورم به پاكستان او ګرده نړۍ كښې په دې اړه د كېدونكې پېشرفت او شته استعداد ٬ م??رف كوٶنكو لپاره پائيدار٬ ارزانه او د ښه توان وسائل با??ري كولو له مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل حکومت د متبادل توان څانګه كښې د پرمخ??لل?? هېوادونو تجربو څخه ګټه پورته كول غواړي٬ د پاكو٬ ارزانو ا?? د تجديد وړ انرژۍ وسائلو څخه استفادې لپاره به ټول ممكنه اقدامات كولې شي۔ ده ووئيل المان په لويه كچه د تجديد وړ انرژۍ څخه استفاده كوٶنكې هېواد دے او په دې څانګه كښې د المان تجربه او پوهه په خاص توګه د پاكستان په مفاد كښې ده۔ده ووئيل د تجدید وړ توان هېواد كښې د توان زيات شوي حاجت ترسره كولو لپاره ښه آپشن دے چې ورسره به د هېواد اقتصادي وضعې ته هم هېڅ زيان ونه رسي او په نړيواله كچه د موسمي بدلون مخنيوي لپاره د اقداماتو په نتيجه كښې به د كاربن ګاز اخراج هم كم شي۔ په دې موقع د المان سفير د قابل تجديد توان فورم جوړلو لپاره د اوړوندو وزارتونو ا?? محكمو د اقداماتو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل پاكستان كښې په خاص توګه د لمر توان د پن برېښنا منصوبو٬ سيلۍ ٬ بائيو ماس او د نورو ذريعو څخه د تجديد وړ توان ترلاسه كولو لپاره پراخه موقعې موجود دي كومو څخه چې ګټه پورته كېدې شي۔