اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي) نوي ټاكلي شوي اولس مشر ډاكټر عارف الرحمن علوي د پاكستان ديارلسم اولس مشر په حېث د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو٬ د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې په يوه ساده ولې درنه دستوره كښې د سپريم كورټ ستر قاضي جسټس ثاقب نثار ډاكټر عارف علوي څخه دده د منصب سوګند واخست۔ دستوره كښې وزيراعظم عمران خان او پخواني اولس مشر ممنون حسېن هم ګډون وكړو۔ په دې مهال د سېنېټ چيئر مېن صا??ق سنجراني ٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر ٬ د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن ٬ د درې واړو وسله والو ځواكونو مشران ٬ د پنجاب اع??ی و??ير عثمان بزدار ٬ د بلوچستان اع??ی و??ير جام كمال خان ٬ د سندھ اع??ی و??ير سيد مراد علي شاه ٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور ٬ د خارجه چارو و??ير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وفاقي و??ير چوهدري فواد حسېن او د خزانې وفاقي و??ير اسد عمر په شمول اعلی سول او پوځي چارواكي موجود وو۔ د اولس مشر د سوګند پورته كولو دستوره كښې د سعودي عربستنان د اطلاعاتو و??ير عواد بن صالح ٬ د چين خارجه ????ير وانګ ژي ٬ غېر ملكي سفيرانو ٬ پارلماني غړو او د بېلو سياسي لارښودو په شمول د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو ګډون وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې ډاكټر عارف الرحمن علوي د روانې مياشتې په 4 مه نېټه اولس مشر ټاكلې شوې وو(