اسلام آباد ۔ 15 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د سماجي څانګې پرمختګ له لوظي دې۔ پاكستان د جوهري وسلې په زغل كښې شامل نه دے۔ د منطقې ټولو هېوادونو كښې امن او استحكام غواړو۔ د ګل په ورځ ځائي هوټل ك??ې د سټرټېجك سټډيز انسټيتيوټ اسلام آباد تر سېوري لاندې د “عالمی جوهری عدم پھیلاؤ نظام: چیلنجز اور رد عمل” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خطاب ك??ې ده ووئيل جوهري وسله يوازې دفاع لپاره ده۔ پاكستان په نړۍ ك??ې د جوهري وسلې نه خپرونې ملاتړ ??وي۔ ده ووئيل نړيوال امن ته د پېښو خطرو مقابل?? په ګډه كېدې شي۔ د نوې ټېكنالوجي كارولو په اړ?? په نړيواله كچه قانون سازۍ ته اړتيا ده۔ د كشمير مسئل?? په سوئيلي آسيا ك??ې د ستونزې بنيادي سوب دے۔ اولس مشر ووئيل منطقه جوهري وسلې څخه پاكولو ك??ې د ګاونډي هېواد جوهري تجربې خنډ جوړې شوي دي۔ د پاكستان جوهري پروګرام آئي اے اي اے د قاعدو او ضابطو ترمخه دے۔ پاكستان د ماحولياتي بدلون څخه ځپلې شويو هېوادونو كښې په وړومبو هېوادونو ك??ې دے۔ ده ووئيل د اتوامي توان كارولو سره هېواد ك??ې د ماحولياتي آلودګۍ خطرې كمېدې شي۔ ده ووئيل د جوهري عدم خپرونې هڅو كښې پاكستان اړوند ادارو سره مرستې كولو له چمتو دے۔