اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدری فواد حسېن وئيلي دې چې شدت پسندي يوازې د پاكستان نه بلكې د نورو ??ېوادونو هم مسئله ده۔ د نجي ټي په پروګرام كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل دا د اسلام او كفر جنګ نه دے او نه د مذهب معامله ده٬ دا خلق ووټونو لپاره هره ورځ څه نه څه مسئله جوړوي٬ چې لا اېنډ آړډر نه و?? نو سياست نه شي كېدې٬ دا ځل د سياسي ګوندون?? لخوا پخه رويه رامخې ته شوې٬ د دهرنے او احتجاج په مهال املاك ته زيان رسوونكي د 1100 ته نزدې كسان نيولي شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د مسلم ليګ (ن) مشران به خلا ته ځي٬ كه تېل بچ شول نه بېرته به راستون شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل سندھ كښې ګورننس نه ښه كېږي نو مونږ څه و??ړو٬ سندھ كښې د پيپلز ګوند حكومت په آخري ځل دې او مسلم ليګ (ن) به يوازې اوس په لاهور كښې بلدياتي ټاكنو ته پام كوي٬ لوي څښتن نه كړي چې آصف علي زرداري ونيولې شي٬ د پيپلز ګوند لارښود بلاول بھټو زرداري سياست ته پرېږدۍ۔ ده و??ئيل د مسلم ليګ نون حكومت نه پس سعودی عرب، چین او د ترکیې پشمول نورو ??ېوادونو سره اړيكې ډېر ښې شوې دي او د هېواد معيشت په سم لور روان شوې دې۔ د اے اېف ټي اېف پحقله و??اقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د اے اېف ټي اېف وړومبۍ ريويو راتلونكې ده۔