اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه اقتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ دي كومې چې مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده دا خبرې د ملائېشيا د اي كامرس د نامتو ك??پنۍ سسكام برهد مشر داتو سري ليو آريانياكام سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده سره خارجه وزارت كښ?? ملاقات وكرو۔د خارجه وزارت وياند له مخې خارجه وزير ووئيل چې د اوسني حكومت د اقداماتو په نتيجه كښ?? په پاكستان كښ?? د بهرنۍ سرمايه ??ار?? رجحان په تندۍ سره مخ په زياتېدو دې٬ده ووئيل چې د ملائېشيا ګڼ شمېر كمپنۍ په پاكستان كښ?? په بېلا بېلو څانګو كښ?? د سرمايه ??ار?? په نتيجه كښ?? ګټه پورته كوي۔د ملائېشيا د كمپنۍ مشر خارجه وزير د خپلې كمپنۍ د تفصيلاتو نه خبرولو سره ووئيل چې د ده كمپني اي كامرس او د سي سلوشنز بزنس سره تړون لري او په نړۍ كښ?? زمونږ د 20 كروړو نه زيات صارفين دي