سلام آباد 25 جن??ري (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دې حکومت به خپله آئيني موده ترسره كوي٬ د آئي اېم اېف په وړاندې به ځولۍ نه نيسوو٬ مونږ د دوست هېوادونو څخه مرسته اخستې٬ معيشت په سم لور روان دې ٬ په راتلونكو ورځو كښې به د معاشي پرمختګ خواږه تر نظره شي٬ د کرتار پور راهدارۍ پرانستلو سره مو ګردې نړۍ ته د امن پېغام وركړې٬ د 50 نه زيات هېوادونه داسې دي پاكستان ته په راتللو به ورته و??زا ترلاسه كېږي چې له مخې به ئې سرمايه كاري زياته شي٬ ده و??ئېل پيپلز ګوند د سندھ اولس ته څه وركړې؟ پيپلز ګوند سندھ كښې د ظلم انتها كړې٬ پاکستان د اوبو بحران پلو روان دے ۔ د جمعې په ورځ عمر كوټ كښې ګوټه عطا محمد پلي او مير پور خاص په ټول پلازه ميډيا سره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل پاكست??ن كښې د كرتارپور لارې په پرانستلو سكه كميونټي ډېره خوشحاله ده ٬ مونږ ته د ګرۍ نړۍ نه د كمال رسپانس راغلې٬ پرون په وزیر اعظم آفس كې په دې لړ كښې پرېذنټېشن وركړې شوې چې له مخئ به ئې په منصوبه دوه اربه نه زياتې روپۍ خرڅ كولې شي٬ ده و??ئېل د پاکستان نقشه بشپړه كړې شوې٬ زمونږ مقصد آسانۍ پېدا كول او خلق يو بل سره رانزدې كول دي٬ راوي درياب سره چې كوم بندونه جوړېدل ھغه بشپړ كړې شوې ۔ ده و??ئيل پاکستان د کرتا پور منصوبې ت?? عملي شكل وركولو لپاره سنجيده دے٬ هيله لرو چې د عمر كوټ څخه تر كهوكهرا پارك لاره به هم پرانستلې شي۔ خارجه وزير ووئيل پرون زمونږ حكومت لويه پرېكړې كړې ٬ 173 هېوادونونو ته د اي ويزا آسانۍ وركولو پرېكړه شوې ٬ د مياشتو انتظام به اوس نه و??٬ د 50 نه زياتولو هېوادونو ته به په راتګ ويزه وركولې شي چې ورسره به سرمايه كارۍ ته ګټه ورسي۔ ده و??ئيل پاكستان د اوبو بحران پلو روان دے ٫ كه د اوبو كمې پېدا شو نو ټول هېواد كښې به د اوبو بحران وي٬ دلته چې د تېرو 40 كالو راهسې چا حكومت كړې ھغوي څخه دا پوښتنه ده چې ھغوي اوبو لپاره څه كړې ٬ ده و??ئېل پيپلز ګوند د سندھ اولس ته څه وركړې؟ پيپلز ګوند سندھ كښې د ظلم انتها وكړه٬ پوليس د سيمې د مشرانو ملازمان دي ٬ د مټهي روغتون ته اوګورۍ هره ورځ ماشومان مري ٬ كله چې چیف جسټس ورځي نو د روغتونونو او سړكونو رنګ روغن وكړې شي٬ ده و??ئېل وزيراعظم به دلته راولم او ورته به د دې ځائ بې وسي ښائم۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د ساهيوال په پېښه كښې ككړ كسان اخوا كړې شوې دي او په ھغوي به د ترهګرۍ مخنيوي عدالت كښې مقدمه چلولې شي ٬اولس مېنډېت راكړې ٬ حكومت به خپله آئينې موده ترسره كوي۔ خارجه وزير ووئيل د هند پشمول ټولۍ نړۍ سره ښې اړيكې غواړو٬ ده و??ئيل زما خواهش ٶ چې د كهوكهرا پار لاره هم پرانستلې شي دغسې چې ت??ر څخه په آسانۍ سره خلق راجهستان ته لاړ شي٬ ده و??ئېل هند سره مذاكرات غواړو ٬ يو حكومت د دې نه وړاندې په سنجيدګۍ سره خبره نه ده كړې ٬ زمونږ حكومت دا لويه پرېكړه