اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) د پاكستان په ټولو ضلعو كښې د روغتيا آسانيو په پروګرام عملدرآمد له د قامي صحت وزارت ا?? پاكستان سټېټ لائف انشورنس ترمينځه په لوظ نامه لاس ليك شوے۔ په دې موقع د صحت وفاقي وزير عامر محمود كياني ووئيل چې د دې سكيم ترمخه غريب او پسمانده طبقو لپاره د صحت آسانيۍ وركړې شي او د اندازې له مخې 9 كروړه كسان به د دې څخه استفاده وكړي۔ د صحت آسانيو پروګرام ترمخه كورنيو له به په پينل ?? موجود روغتونونو څخه درملنې لپاره 7 لكه 20 زره د طبي آسانيو خدمات وركولې شي كوم به چې د هېلت ا??شورنس ترمخه دغه كورني?? ته وړيا ترلاسه كېږي چې پكښې په روغتون كښې داخله هم شامله ده۔ د پروګرام ترمخه په سپيځلي ډول به 15 ملين كورني?? ته د صحت ا??صاف كارډ وركولې شي۔ دا كارډ به پنجاب٬سندھ٬بلوچستان٬اے جے كے٬ګلګت بلتستان او د قبائېلي ضلعو كورنيو له وركولې شي۔ دا د پاكستان تحريك انصاف حكومت لويه كارنامه ده۔ د دې پروګرام د لارې به د ټول هېواد غريبو كورنيو له طبي مرسته وركولې شي۔ د صحت آسانيو په پروګرام عملدرآمد له د وزارت د اړخه وفاقي سېكتر كېپټن (ر) زاهد سعيد او د سټېټ لائف انشورنس چيئرمېن لاس ليك كړے