اسلام آباد 03 فرروي (اے پي پي) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري سره د تحريك انصاف بلوچستان صدر٬ په بلوچستان اسمبلې كښې د پي ټي آئي پارلماني لارښود او پخواني وفاقي وزير سردار يار محمد رند د اتوار په ورځ ملاقا?? وكړو۔ په دې موقع د بلوچستان د اولس په ستونزو او د ??وب?? د رغونې او پرمختګ پشمول په سياسي او معاشي صورتحال او د شريكې خوښې په نورو چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلې دوهم سپيكر قاسم خان سوري ووئيل چې وزيراعظم عمران خان په بلوچستان كښې غربت٬ بې روزګاري او ناخواندګي ختم??ل غواړي او دا صوبه نورو صوبو سره برابر??ل غواړي۔ ده ووئيل چې د هېواد د چېلنجونو مخ نيوي لپاره قومي يووالې او اتفاق ضروري دے۔ د دې څخه وړاندې سردار يار محمد رند دوهم سپيكر سره د ده د مور په مړينه غمرازي هم وكړه۔