اسلام آباد ۔ 7 فروری (اے پی پی) د سمندر پورې وزارت بهر هېوادونو ته تلوونكې خواركښ د بائيومېټر سسټم سره په پېوست كولو او د ايجنټس لخوا د دوئي استحصال ختم كړې ۔ بهر هېوادونو ته د تلوونكو ټولو خواري كښو ډېټا به اوس وزارت سره موجود وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه سمندرې پورې پاكستانيانو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال ذوالفقار عباس بخاري اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د بائيو مېټرك سسټم د لارې د هر يو څيز ټرېكنګ كولې شي۔ وړاندې مونږ سره د چا ډېټا نه وه۔ د ډېټا سسټم د لارې د وركرانو او د دوئي د كورنيو ټولو تفصيلات ته رسنه باوري كولې شي۔ ده ووئېل بايد دا مونږ ته معلومه وي چې كوم وركر كله او كوم پلو لاړ۔ د ده كورنۍ چرته ده او د ده څو??ره ترسيلات زر هېواد ته راځي۔ ده ووئيل كله ??ې معاملاتو كښ?? سپېځلتيا راشي نو د ايجنټس كردار ختم شي۔ ده ووئيل بائیو مېټرک سسټم كښې بې وزله وګړو له ??ېره آساني شته ۔ اوس په ټول هېواد كښې د بائيو مېټرك سسټم آساني موجود وي چرته چې وركر ځان په خپله رجسټرډ كولې شي