اسلام آباد ۔17فروری(اے پی پی) د سعودي ولي ع??د د پاكستان په دوه ورځنۍ دوره د اتوار په ??اس??وتن نزدې په اته بجې د نور خا?? هوائي مېدان ته راورسېد٬ وزيراعظم عمران خان د ولي ع??د تود هركلې وكړو٬د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه پشمول عسكري قيادت هم په دې موقع موجود ٶ٬د سعودي ولي ع??د خاص الوتكې (كنګ ډم آف سعودي عريبيه) ??اس??وتن په اووه بجے او 51 دقيقې د نور خان په ايئر بېس لېنډ وكړو۔ د نجي ټي وي راپور له مخې د سعودي عرب ولي ع??د شهزاده محمد بن سلمان د اتوار په ورځ په لس دقيقي كم اته بجې په نور خان ايئر بېس لېنډ كولو سره پاكستان ته رارسېدلې۔ ولي ع??د ته وزيراعظم تود هركلې ووې۔ په دې موقع په روايتي لباس كښې ماشومانو شهزاده محمد بن سلمان ته د ګلونو ډالۍ وړاندې كړې۔ ولي ع??د وزيراعظم عمران خان سره لاٶنج ته لاړو۔ د سعودي ولي ع??د محمد بن سلمان سره د سعودي د شاهی خاندان شخصيات٬ سينئر وزيران٬ سرمايه كار ٬ د سعودي كمپنو لوړ پوري او نور مهم شخصيات هم پاكستان ته راغلي۔ د دې نه پس شهزاده محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره وزیراعظم هاؤس ته روان شو۔ دې نه وړاندې كله چې د ولي ع??د خاص الوتكه د پاكستان حدودو ته داخل شوه نو د پاكستان د هوائي ځواك جنګي الوتكو چې پكښې اېف 16 او معراج الوتكې شامل وې خپل حفاظتي حصار كښې اخستو سره د نور خان اېئر بېس ته راورسوله۔