اسلام آباد 08 اپرېل (اے پي پي) د خزانې ??فاقي وزير اسد عمر وئيلي دي چې حکومت د اثاثو ډېکلیئرېشن لپاره اې??نسټي سيكم معرفي كوي٬ چې مقصد ئې اثاثې نه څرګندونكو له يوه موقع وركول دي٬ د اې?? بي آر د كار استعداد ښه شوې دې او د مجوزه سيكم څخه د استفاده نه كوٶنكو په ضد به كاروائي كولې شي۔ د ګل په ورځ په بي آئي اېس پي هېډكوارټرز كښې د مېنځنۍ مودې د اقتصادي فرېم ورك پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې د خزانې ??زير ووئيل چې اثاثې څرګندولو لپاره حكومتي د رعايتي سيكم خدوحال ته حتمي شكل وركوي٬ راتلونكې اوونۍ كښې به ئې ټول تفصيلات وركړې شي٬ مونږ ته بهر هېوادونو څخه د پاكستانيانو د اكاٶنټس او اثاثو پحقله معلومات ترلاسه كېږي ٬ د بې نومه لين دېن په اړه هم قوانينو جوړٶ۔ د خزانې ??زير ووئيل د ډيجيټل فنانس له مخې د ادارو د كار استعداد ښه كېږي٬ د اې?? بي آر د كار استعداد هم ښه شوې دې٬ هغوي ته معلومات هم ترلاسه كېږي ۔ د خزانې ??زير ووئيل كوم كسان چې خپلې اثاثې نه څرګندوي ٬ زه ھغوي خبرول غواړم چې كله د سكيم اعلان وشي نو ھغوي دې خپلې اثاثې څرګندې كړي كه اثاثې څرګندې نه كړې شوې نو اې?? بي آر او معاون ادارو سره ډېټا موجود ده ھغه ډېټا پكار راوستلو سره به د هغوي په ضد كاروائي كولې شي