اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ بين الپارلماني نړيوال كركټ كپ لپاره د قومي اسمبلۍ په غړو مشتمل د پاكستانې لوبډلې اعلان وكړے شو۔ زېن قريشي به كپتان٬ علي زاهد به نائب كپتان او امي?? سلطان به وكټ كيپر وي۔ په لوبډله كښې به وز??راعظم٬ وز??ران٬ دوهم سپيكر٬ سن??توران او د صوبائي اسمبلۍ غړي شامل وي او د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر د كفايت شعارې له مخې د پارلماني كركټ لوبډلې اخراجات د قومي خزانې نه د نه ادا كولو پرېكړه كړې۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سپيكر ټاكل شويو لوبغاړو ته خط ليكلې چې پكښې هدايت شوے چې د استوګنې٬ سفر او ??ور اخراجات دې په ذاتي توګه ادا كړي۔ سپيكر وئيلي دي چې په كوم لوبغاړي به د قومي خزانې نه يوه روپې هم نه شي خرڅ كولې۔ دا نړيوال بين الپارلماني كركټ كپ د جولائي د 8مې نېټې نه تر 15مه نېټه په لندن كښې د 8 هېوادونو د پارلماني لوبډلو ترمېنځه كېږي۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان به هم د لوبډلې برخه وي۔ وز??راعظم عمران خان او د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر به د لوبډلې اعزازي لوبغاړي وي۔ د پارلماني لوبډلې انتخاب پي سي بي د ټرائل نه پس كړے۔ په نورو لوبغاړو كښې علی نواز اعوان، شهریار خان آفری??ی، قاسم خان سوری ، مرتضیٰ محمود، مصطفیٰ محمود، عمران خټک، صداقت عباسی، نوید ډیرو، مجاهد علی، عطاء اللہ خان، شاهد خټک، سن??تور آغا شهباز درانی،د صوبائي اسمبلۍ غړي سید علی حیدر ګیلانی، محمد بخش، مبین خلجی، عباس جعفری، احمد کنډی هم د لوبډلې برخه دي۔ ایاز اکبر به كوچ٬ِ شهریار خان به ټیم مینجر، مظهر علی او ابرار حېدر به ټیم اسسټنټ وي۔