اسلام آباد 28 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د پاكستان او امريكې د اړيكو په مستحكم كولو كښې د اولس مشر ټرمپ لور ايوانكا ټرمپ هم مثبت كردار ترسره كوي٬ ايوانكا ټرمپ سره د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري په ملاقات كښې هغې د پاكستانو مېرمنو بااختياره كولو لپاره د مرستې وړاندېز كړے٬ د هيومن ريسورس ډويلپمنټ٬ روزګار ودې او احساس پروګرام لپاره ملاتړ خوشبينه دے۔ تېره ورځ په خپل يو ټويټ كښې هغې ووئ??ل چې د ايوانكا ټرمپ لخوا په پاكستان كښې د مېرمنو د فلاح په پروژو كښې دلچسپي به د وزيراعظم عمران خان د مېرمنو بااختيار كولو د وژن په ترسره كولو كښې مرسته كونكې ثابته شي۔ د مېرمنو حقو??ه زمونږ د دين او د آئين برخه دي٬ د دې نه علاوه په اقتصادي مېدان كښې هم كاميابې لپاره د مېرمنو معاشي پرمختګ ضروري دے۔ هغې ووئ??ل چې په ټوله نړۍ كښې هغو ټولنو پرمختګ كړے چرته چې د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې مېرمنو مركزي كردار ترسر?? كړے۔