د نړيوال عدالت پريكړی ترمخه پاكستان د هند جاسوس٬حاضر سروس نيول آفيسر او د “را”استخباراتې ايجنټ كمانډر كلبهوشن ياديو ته د هندې قونصلر رسنه وركړه۔د خارجه دفتر وياند

image

اسلام آباد 02 ستمبر(اے پی پی) د نړيوال عدالت پريكړی ترمخه پاكستان د ګل په ورځ د هند جاسوس٬حاضر سروس نيول آفيسر او د “را” استخباراتې ايجنټ كمانډر كلبهوشن ياديو ته د هندې قونصلر رسنه وركړې ده ۔د خارجه دفتر وياند لخوا جاري شوي بيان له مخې په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېشن ناظم الامور ګور او اهلو واليا د قونصلر رسنه ترلاسه كړه كومه چې د قونصلر اړيكو د ويانا كنونشن٬نړيوال عدالت پريكړی او د پاكستان قوانين په رڼا كښې وركړی شوې ۔بيان كښې وئېلي شوي د قونصلر رسنه د ورځې 12 بجې وركړی شوې كومه چې د پاكستان حكومت چارواكو په موجودګۍ كښې دوه ساعته روانه وه۔د هند په خواست د خبرو اترو په ژبه هېڅ بندېز نه ؤ ٬سپيځلتيا باوري كول او د مروجه طريقه كار په رڼا كښې او څنګه چې هند د وړاندې نه خبر كړی شوې ؤ د قونصلر رسنه رېكارډ كړی شوې۔د نړيوالې ورورورلۍ ذمه وار غړي په حېثيت سره او د نړيوالو ذمه وارو په رڼا كښې پاكستان هند ته تر كمانډر ياديو د قونصلر رسنه وركړی ده

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں