كرتارپور 09 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو وفاقي وزير نورالحق قادري وئيلي دي چې ?? پاكستان او هندوستان د تقسيم نه پس د نيمې وچې په خاوره نن د ټولو نه د مهمې لارې د پرانستې دستوره ده٬ وزيراعظم عمران خان سكھـ ټولنې سره كړې خپل لوظ پوره كړو٬ نجوت سنګهـ سدهو نن د خاص مباركې حق دار دے۔ د خالي په ورځ په كرتارپور كښې د لارې پرانستې دستورې ته په خپله وېنا كښې ده د ټولو ياتريانو هركلې وكړو۔ وفاقي وزير ووئيل چې ?? هند د كركټ پخواني لوبغاړي او د وزيراعظم عمران خان دوست نجوت سنګھـ عمران خان ته د لارې پرانستلو وئيلي و او نن هغه ورځ راغلې چې ??كھـ ياتري خپل مقدس ځائ ته ??سن?? لري۔ ده ووئيل چې ??ابا ګرونانك د خپل ژوند وروستې ورځې دلته تېرې كړې وې او ټول عمر ئې محبت ويشلې۔ ده ووئيل چې ??اباګرونانك به په بغداد كښې د قيام په مهال هر سهار د امام موسٰي كاظم او شېخ عبدالقادر جېلاني په مزاراتو حاضري كوله كوم چې ?? مذهبي همغږې او يووالي پېغام دے۔