اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پا?? پوځ او د قام په هلو ځلو ترهه ګرۍ له ماتې وركړی شوې او د امنيت وضعې ښه كېدو سره په هېواد كښې سېلګري زياته شوې٬شخړيز ك??مي?? كښې هند په ك??مي??يانو ظلمونه كوي٬په هند كښې د مسلمانانو پشمول ټول اقليتونه غېر محفوظ دي۔د آزاد ك??مي?? د ښكلو مناظرو چې د عكسونو د لارې كوم منظر وړاندې كړی شوې دغې سره په نړيواله توګه د پا??ستان غوره تشخص رامخې ته شوې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د عكسونو نندارتون دستورې ته خطاب كولو۔اولس مشر ووئيل په دې عكسونو كښې د پا??ستان د ښكلو مناظرو عكاسي شوې او د دې نه دا معلومېږي چې زمونږ ځوانان څومره صلاحيت لري او پا??ستان څومره ښكلې دے۔ده ووئيل د نړۍ د هېوادونو ما سيل كړی خو د پا??ستان نه زياته ښكلې كومه سيمه نشته۔ده ووئيل انسان په ښكلو مناظرو كښې د لوے څښتن قدرت لټوي۔ده ووئيل د سائنس او كلتور په آزادۍ ودې سره تهذيبونه وده مومي٬د تخيل آزادۍ او فنون څخه تهذيب مخ په وړاندې ځي۔ده په ځوانانو زور راوړو چې خواري وكړئ او نړۍ ته دا پیغام وركړئ چې پا??ستان ډېر ښكلې هېواد دے۔ده ووئيل هغه فاؤنډېشن ګلګت بلتستان كښې د ځايې ژبو او كلتور خوندي كولو له د ستائنې وړ ك??دا?? ترسره كړی۔ده ووئيل د آزاد ك??مي?? بې ګناه خلقو په وروڼو د كنټرول لائن پورې غاړه ډېرظلمونه كېږي٬ك??مي??يان په خپلو كورونو كښې محصور دي٬د هغوي ماشومان سكولونو ته نشي تللې٬هند پھ هندوستان كښې د مسلمانانو د تاريخ مسخ كولو هڅه كوي چې پكښې به هغوي پاتې راشي۔هند په آسام كښې د مسلمانانو رجسټرېشن ختم كړی او په شخړيز ك??مي?? كښې يې 37 اے منسوخ كړی۔ده ووئيل د هند سترې محكمې د بابري جومات په پريكړه كښې د مسلمانانو سره زياتې كړی او اوس هند انډين سيټيزن شپ ايكټ منظور كړې شو ??دا ګامونه د ملګرو ملتونو د كنونشنز او د پا?? هند لوظ نامو خلاف ورزي ده۔ده ووئيل شخړيز ك??مي?? كښې هند د ك??مي??يانو وينې بهيوي٬هلته د مواصلات په ذريعو بندېزونه لګولې شوي چې په سبب يې كوم عكس بهر نه شي تللې ۔ بل خوا زمونږ آزاد ك??مي?? دے د كوم ښكلې مناظر چې په عكسونو كښې منعكس كړی شوي۔ده ووئيل وزيراعظم د ډيجيټل اكانومي خبره كړی د كومې د لارې چې د موبائل فون په ذريعه د پيسو لېږلو٬ځوانان او مېرمنې اختيار منده جوړولو له اقدامات كوو ۔ده ووئيل تېرو ورځو كښې د برتانيې شهزاده او د هغه كور ودانې پا??ستان ته راغلې دغسې د هالينډ ملكه هم راغلې وه او د پا??ستان ښكلې مناظر يې په خپلو سترګو ليدلي ٬ دغسې اوس په پا??ستان كښې كركټ هم بحال شوې٬د دې صورتحال ترمخه پھ نړيواله توګه د پا??ستان غوره تشخص رامخې ته شوې۔ده ووئيل پا??ستان د روښانه سباؤن په لور روان دے ۔ په دې مهال د انفرمېشن ټېكنالوچۍ وفاقي وزير ډاكټر خالد مقبول صديقي د سپېشل كميونيكېشن آرګنائزېشن ډائرېكټر جن??ل ميجر جنرل علي فرحان هم خطاب وكړو۔