اسلام آباد 13 دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي چې مخالفې ډلې ايوان كښې آزادۍ سره د رائې څرګندونې پھ اړه غلط بياني كړی٬ځينې عناصر د صحافت آزادۍ په نامه د خپلو ګټو تحفظ غواړي٬ايوان كښې غلط بياني د پارليمنټ تقدس ته زيان رسوي٬پاكستان كښې هر وګړې د رائې د آزادۍ بشپړه حق لري٬وزيراعظم صحافتي څانګې ته د سباؤن پیښو چېلنجونو حل كولو له كمېټي جوړه كړې د??٬پ??كستان كښې بهرنۍ سرمايه كارۍ ته ساز چاپېرچل وركولې شي۔ د پاكستان مثبته څيره نړۍ ته وړاندې كولو له ګامونه پورته كولې شي٬نړيوالې معاشي ادارې د پاكستان د معيشت مستحكم كېدو زيرې وركوي٬پوهنتونونه به وسلې او نشه اي توكو څخه پاكولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ د پارليمنټ هاؤس په خوا كښې مېډيا سره خبرو كښې وكړه۔دې ووئيل حكومت د سېلګرۍ نوې پالېسي معرفي كړې د?? او پاكستان بهرنۍ سرمايه كارۍ لپاره يو سازګار چاپېرچل وړاندې كوي د حكومت د موثره پالېسيو له امله نړيوالې ادارې د پاكستان د مستحكم معيشت زيرې وركوي٬موډيز د پاكستاني معيشت په سم لوري د تللو پيشګوئي كوي چې ?? پاكستان معيشت مخ په وړاندې روان دې۔دې ووئيل پخوانو حكومتونو د هېواد معيشت ته سخت زيان رسولې دې او موجوده حكومت د معيشت پشمول يو شمېر څانګو كښې چېلنجونو سره مخ پاتې شوې ولې اوس د پاكستان معيشت ښه پلو روان دې۔دې ووئيل د مېډيا 85 فيصد كاروبار پرائيوېټ سېكټر سره تړلې دې۔وزيراعظم د مېډيا وركرز مسئلې د مېډيا مالكانو وړاندې اېښودلې دي۔دې ووئيل وزيراعظم عمران خان صحافتي څانګې ته د پېښو مسئلو حل كولو له كمېټي جوړه كړې ده۔د وزيراعظم په جوړه كړی شوې كمېټۍ كښې د صحافتي نمائندګانو تنظيمونو غړي شامل دي كومو كښې به چې ?? اے پي اېن اېس صدر٬د پاكستان براډ كاسټنګ چيئرمېن٬د سي پي اېن اے نمائند?? او دې سره سره د پارليماني رپورټر اېسوسي اېشن صدر شامل وي او زه به كمېټۍ كښې د فوكل پرسن كردار ترسره كوم او وزيراعظم به پخپله د دې كمېټۍ مشري كوي۔دې ووئيل د مېډيا مالكانو چې ?? حكومت په ذمه كوم بقاياجات دي دغه مسئله به هم حل كوو۔دې ووئيل په سوشل مېډيا د پروپېګنډې كوونكو څخه دې دا پوښتنه وكړې شي چې ?? صحافت آزادۍ نه څه مراد دې او دوي د مقبوضه كشمير د صورتحال نه هم خبر كړې شي چې هغه كوم رياست دې چرته چې ??تاسو غږ غلې كولې شي۔ دې ووئيل پھ ايوان كښې يو ملګري د انفارمېشن په اړه غلط بياني كړې٬د ده په غلط بيانۍ او لاعلمۍ ماتم كېدې شي۔انفارمېشن كمېشن ته يو شمېر خواستونه ترلاسه شوي دي٬خصوصي مرستيالې ووئيل ايوان كښې غلط بياني د پارلمان تقدس ته زيان رسوي۔د نړيوالې اېجنډې ترمخه ځينې كسان د هېواد معيشت په اړه غلط بياني كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دې ووئيل د حسان نيازي پھ كور نيولو لپاره چهاپې وهلې شي ولې هغه د اېف آئي آر برخه نه دې٬هغه د حفيظ الله نيازي زوې دې٬د قانون د ګرفت څخه بچ كېدې نه شي۔ده چې څه كړي د هغې سزا به مومي۔ دې ووئيل وزيراعظم قانون طاقتور جوړ كړې دې او د طاقتور قانون د لارې به پاكستان قوي كوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې فردوس عاشق اعوان ووئيل د آصف علي زرداري انټرويو بندولو په اړه دې اړوند چينل څخه پوښتنه وكړې شي۔د چينل مرضي ده چې هغه انټرويو چلوي يا نه چلوي٬هغه څوك منع كولې شي۔دې ووئيل د طالعلبمانو يونينز د سياستدانانو د نرسرۍ كردار ترسره كوي طلبا يونينز څخه د جرائم پېشه عناصرو ويستلو له به ګامونه پورته كول وي۔دې ووئيل پھ نړيوال پوهنتون كښې رامخې ته شوې پیښه د افسوس وړ ده۔وزيراعظم دې مسئلې څخه خبر دې او هغه پھ دې پوهېږي چې ?? يوته صلاحيتونه په سم لوري روانولو له يونين كردار ترسره كولې شي۔دې ووئيل ځينې ضابطې به جوړول وي دغسې چې ??لبا يونين څخه د جرائم پېشه عناصرو٬وسلې او نشه اي توكو خاتمه وكړی شي